د نيمروز د امنيه قومندانۍ ادارې غونډه جوړه سوه

  زرنج، د شعبان ۳مه / د کب ۱۵ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، نن یکشنبه د نیمروز د امنیه قومندانۍ ادارې غونډه جوړه سوه. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل وروسته د امنیت آمر مولوي محمد “مهاجر” د نظام د نوي حکم او فرمان […]

 

زرنج، د شعبان ۳مه / د کب ۱۵ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، نن یکشنبه د نیمروز د امنیه قومندانۍ ادارې غونډه جوړه سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل وروسته د امنیت آمر مولوي محمد “مهاجر” د نظام د نوي حکم او فرمان د هرکلي ترڅنګ وویل، له مراجعینو سره باید ښه چلند وکړئ، د قومندانۍ کارې وخت د سهار له ۸ بجو څخه د مازیګر تر ۵ بجو پورې دی.

په پای کې اداري کارکوونکو خپلې ستونزې وړاندي کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د امنیت آمر هم ژمنه وکړه، چې د دوي ستونزې به د قانون په چوکاټ کې حل کړي.

د يادونې وړ ده، چې د روژې په مبارکه مياشت کې په امنيه قومندانۍ کې د مجاهد_ینو لپاره د تفسير درسونه به هم پیل سي.