د زرنج ښاروال د لومړي ناحیې له ګذر وکیلانو سره وکتل

    زرنج، ۱۴ شعبان / د حوت ۲۶ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخي، نن پنجشنبه د زرنج ښاروال مولوي نورالدین”حمزه” په خپل کاري دفتر کې د لومړي ناحیې له ګذر وکیلانو سره وکتل . په پیل کي د زرنج ښاروال مولوي نورالدین “حمزه” د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د […]

 

 

زرنج، ۱۴ شعبان / د حوت ۲۶ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخي، نن پنجشنبه د زرنج ښاروال مولوي نورالدین”حمزه” په خپل کاري دفتر کې د لومړي ناحیې له ګذر وکیلانو سره وکتل .

په پیل کي د زرنج ښاروال مولوي نورالدین “حمزه” د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د هرې ناحیې د ګذر وکیلان باید خلګو ته د خدمت کولو په برخه کې د هیڅ ډول کوښښ څخه دریغ ونکړي.

ښاغلي “حمزه” د ښاروالۍ په برخه کي د ستونزو د هوارېدو لپاره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د ګذر وکیلانو د زرنج ښاروالۍ ریاست څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یي وکړه، چې ا.ا.ا سره د هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.