نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د روژې ۲۲مه/ د غویی ۳ مه د نیمروز ولایت د اوبو رسولو د ریاست له لورې د زرنج ښار د دوېمې ناحيې په خوشکیار کلي کې ۳۰۰ متره، د څښاکو اوبو تمديدي پیپ، د یاد کلي د ګذر وکیلانو او سپین ږیرو د پرلپسې غوښتنو پر اساس، جوړ او ګټي […]
زرنج، د روژې ۲۲مه/ د غویی ۳ مه
د نیمروز ولایت د اوبو رسولو د ریاست له لورې د زرنج ښار د دوېمې ناحيې په خوشکیار کلي کې ۳۰۰ متره، د څښاکو اوبو تمديدي پیپ، د یاد کلي د ګذر وکیلانو او سپین ږیرو د پرلپسې غوښتنو پر اساس، جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل سو.
د زرنج ښاري اوبو رسولو ریاست رئیس، مولوي احسان الله “احسان” باختر آژانس ته وویل، چې د یاد کلي د ګذر وکیلانو او سپین ږیرو په غوښتنه و همدې پیپ ته د تمدیدي اجازه ځکه ورکول سوه، چې د همدې سیمې اوسیدونکي د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخي وه.
ښاغلي احسان همداراز وویل، د یاد پیپ څخه به شاوخوا ۷۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې کېږي.
د اوبو رسولو رئیس په ډاډ سره وویل، چې خپل د خدماتو د پراختیا او ښاریانو ته د څښاکو د پاکو اوبو رسولو په برخه کې به، هیڅ دریغ ونکړي.
د پیپونه د تمدید لړۍ د څه مودې راهیسي پیل سوې ده تر څو د زرنج ښار اوسیدونکي د څښاک او پاکو اوبو څخه برخمن سي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.