نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د شعبان ۲۵ مه / د وری ۸ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، دلارام ولسوالۍ کې د عمري په نوم چوک جوړیږي. د دلارام ولسوالۍ ښاروال مولوي سيف الدين “بشرمل” باختر آژانس ته وویل، د دلارام ولسوالۍ په مرکز کې د عمري په نوم چوک د ۵۰۰۰۰۰ / پنځه […]
زرنج، د شعبان ۲۵ مه / د وری ۸ مه
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، دلارام ولسوالۍ کې د عمري په نوم چوک جوړیږي.
د دلارام ولسوالۍ ښاروال مولوي سيف الدين “بشرمل” باختر آژانس ته وویل، د دلارام ولسوالۍ په مرکز کې د عمري په نوم چوک د ۵۰۰۰۰۰ / پنځه سوه زره افغانیو په لګښت جوړیږي او د چوک د جوړېدو اصلي موخه د يادې سوي ولسوالۍ پراختيا او بيارغونه ده.
ښاغلي بشرمل زیاته کړه، موږ ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې د ښاروالۍ په برخه کې به د دوی د ستونزو په کمولو او په خدمت کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموو.
په ورته مهال د ولسوالۍ اوسېدونکو د دلارام ښاروالۍ څخه مننه وکړه او د چوک په جوړېدو يې خوښي څرګنده کړه.
د یادوني وړ ده، چې دلارام ولسوالۍ د نيمروز ولايت يو استراتيژيکه ولسوالي ده، چې د فراه او هلمند د ولایتونو سره ګډه پوله لري.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.