لښکرګاه کي پنځه تنه غله د غلا سوي موټر سره یوځای ونیول سوه: تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي یوه عراده سراچه موټر غلا سو چي پنځه ساعته وروسته د پنځه نفرو غلو سره یوځای ونیول سو. دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي تېره شپه د لښکرګاه ښار په […]

لښکرګاه کي پنځه تنه غله د غلا سوي موټر سره یوځای ونیول سوه:

تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي یوه عراده سراچه موټر غلا سو چي پنځه ساعته وروسته د پنځه نفرو غلو سره یوځای ونیول سو.

دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي تېره شپه د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه د عامي روغتیا ریاست څنګ ته یوه عراده سراچه موټر غلا سو چي د امنیتي مسئولینو تر څار او تعقیب وروسته ماخستن ۱۲:۳۰ بجې د لښکرګاه ښار شپږمه حوزه کي د سپیني پوستې په مربوطاتو کي د پنځو نفرو سره یوځای لاس په لاس ونیول سو.
نیول سوي کسان عنايت الله ولد عطاالله، محمد ادريس ولد عبدالله ،صديق الله ولد خدای نور، غلام رسول ولد خدای نور او محمود ولد حاجي عبدالباري اړوند ارګان ته تسلیم او موټر خپل اصلي مالک ته وسپارل سو.

نېټه: ۱۴۴۳/۸/۲ هـ ق