په کمپنۍ چوک کې دښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

د پنځمې ناحیې د مسئولانو له لوري له پرلپسې خبرتیاو وروسته، د کمپنۍ چوک له ښاري بې نظمیو څخه په بشپړه توګه پاک شو. د دغو عملیاتو په لړ کې د هټیو مخې ته د اصنافو له خوا سرغړونو، خپلسرو ایښودل شویو غرفو، د لیني موټرو بې ځایه تم ځایونو ته، چې د پلولارو او […]

د پنځمې ناحیې د مسئولانو له لوري له پرلپسې خبرتیاو وروسته، د کمپنۍ چوک له ښاري بې نظمیو څخه په بشپړه توګه پاک شو.
د دغو عملیاتو په لړ کې د هټیو مخې ته د اصنافو له خوا سرغړونو، خپلسرو ایښودل شویو غرفو، د لیني موټرو بې ځایه تم ځایونو ته، چې د پلولارو او سړک د بندېدو لامل ګرځیدلي وو، رسېدنه وشوه.
دغه راز د ګرځنده پلورونکو فعالیتونه هم تنظیم او ټاکلو ځایونوته ولیږدول شول، څو په یاده سیمه کې ښاري نظم تلپاتې شي.
اوس مهال د کمپنۍ چوک په سیمه کې د ښاریانو د تګ راتګ لپاره آسانتیاوې رامنځته شوې دي او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړل شي، څو بیا ځل په بېلابېلو پلمو په یاده سیمه کې بې نظمي رامنځته کړي.
الاماره