د کورنیوچارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) نن ماسپښین د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال ډاکټر رامز علي اکبروف سره وکتل. آغلې اوتونبایوا د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو د افغان چارواکو له هڅو مننه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴)
نن ماسپښین د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال ډاکټر رامز علي اکبروف سره وکتل.
آغلې اوتونبایوا د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو د افغان چارواکو له هڅو مننه وکړه او په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې زلزله ځپلو لپاره د کور جوړونې پروژې د پرمختګ بهیر شریک کړ.

ښاغلي حقاني نوموړې ته ښه راغلاست ووایه او په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د زلزلې زیانمنو سره له ټولو مرستندویو هېوادونو او نهادونو مننه وکړه او په دې هکله یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر هڅې وستایلې.

همدا راز یې مېرمن اوتونبایوا ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د کاري مصؤنیت، د امنیت تامین او نورو لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.