د کمیابو حیواناتو او مرغانو د ساتنې په موخه غونډه جوړه شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۵) نن د کم یابو حیواناتو او مرغانو د ساتنې په موخه، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس له لوري، د چارو ادارې د دفتر رئيس قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسئولینو په ګډون د دې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۵) نن د کم یابو حیواناتو او مرغانو د ساتنې په موخه، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس له لوري، د چارو ادارې د دفتر رئيس قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسئولینو په ګډون د دې ادارې په مقر کې غونډه وشوه.
غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ معین داکټر ذین العابدین عابد وویل: د افغانستان حکومت د نادرو حیواناتو او مرغانو په ساتنه کې د نړیوالو کنوانسیونونو پر وړاند متعهد دی.
همدرانګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د ملي او نړیوالو سیاحینو د جلبولو د فرهنګ په څرنګوالي او له دې لارې د عوایدو په لوړوالي هم خبرې وکړې.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له استازو وغوښتل ترڅو د کمیابه حیواناتو او مرغانو د ساتنې او د ښکار د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه د مکتوب له لارې چارو ادراې ته واستوي تر څو يي د پرېکړې لپاره له ریاست الوزرا مقام سره شریک کړي.