د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) د ټولګټو وزارت له لوري، د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په غازي سیمه کې د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او ۱۴۹ متره استنادي دیوال د بیارغونې چارې پیل شوې . د دې ترمیماتي پروژې کار د میرودان خصوصي ساختماني شرکت سره […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴)
د ټولګټو وزارت له لوري، د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په غازي سیمه کې د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او ۱۴۹ متره استنادي دیوال د بیارغونې چارې پیل شوې .
د دې ترمیماتي پروژې کار د میرودان خصوصي ساختماني شرکت سره د څه باندې ۲۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې په څه باندې یوه میاشت کې به یې چارې بشپړې شي.
د یادې پروژې د نظارت چارې به د کابل د ټولګټو ریاست له لوري مخته وړل کیږي.