د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست او مسلکي معین د ACBAR موسسې له رئیسې سره وکتل

  د کب ۱۶مه/ کابل د افغانستان لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو د همغږۍ (ACBAR) موسسې رئیسې آغلې Lisa-K.Poper، نن د کب په ۱۶مه نېټه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له سرپرست ډاکټر زین العابدين عابد، مسلکي معين انجنیر عزت الله صديقي او د دې ادارې له تخنیکي ټیم سره د چاپېریالي مسایلو په […]

 

د کب ۱۶مه/ کابل

د افغانستان لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو د همغږۍ (ACBAR) موسسې رئیسې آغلې Lisa-K.Poper، نن د کب په ۱۶مه نېټه
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له سرپرست ډاکټر زین العابدين عابد، مسلکي معين انجنیر عزت الله صديقي او د دې ادارې له تخنیکي ټیم سره د چاپېریالي مسایلو په تړاو مشورتي غونډه وکړه.

په دې ناسته کې د اقلیمي بدلون، طبیعي میراثونو، د هوا ککړتیا، نړیوالو مالي میکانیزمونو او نورو مهمو چاپېریالي موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث وشو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست وویل: افغانستان جنګ ځپلی هېواد دی او تېرو څلورو لسیزو جګړې د انساني ناخوالو سربېره ډیرې چاپېریالي ستونزې او ننګونې هم زیږولي دي؛ اوس چې اسلامي نظام راغلی، په هېواد کې سوله او امنیت راغلی، شفافیت او اخلاص موجود دی؛ نو د کار لپاره ښه زمینه مساعده شوې ده؛ نو دا اداره له ټولو ملي او نړیوالو ارګانونو څخه د مختلفو چاپېریالي پروژو په پلي کولو هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

ښاغلي عابد وویل: اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ دی چې له بده مرغه افغانستان هم ترې په امان نه دی؛ نو موږ له نړیوالو غواړو چې په دې برخه کې د افغانستان مالي ملاتړ وکړي.

د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي له تخنیکي ټیم وغوښتل چې د مهمو چاپېریالي موضوعاتو په تړاو مختلفې طرحې له (ACBAR) موسسې سره شریک کړي؛ ترڅو دوی وکولای شي په خپلو پلانونو او پروژو کې ترې ګټه واخلي.

د (ACBAR) موسسې رئیسې وویل: دا چې زموږ موسسه د افغانستان لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو همغږي کوونکي ده؛ نو موږ به هڅه وکړو چې له نړیوالو څخه چاپېریالي پروژې ترلاسه او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو.
سر پرست اداره ملی حفاظت محیط زیست و معین مسلکی این اداره با رئیس موسسه اکبر (ACBAR) ملاقات کردند.
کابل– ۱۶ حوت
داکتر زین العابدین عابد سر پرست اداره ملی حفاطت محیط زیست، انجنیر عزت الله صدیقی معین مسلکی و تیم تخنیکی این اداره بتاریخ ۱۶ حوت در مورد موضوعات مختلف محیط زیستی با لیزا، ک، پوپیر رئیس موسسه اکبر در بخش انکشاف کمک های بشری در افغانستان ملاقات کردند.
در این نشست مشورتی دو طرف در مورد تغییر اقلیم، میراث های طبیعی،آلودگی هوا و سایر موضوعات محیط زیستی بحث و تبادل نظر نمودند.
سر پرست اداره ملی حفاظت محیط زیست گفت: افغانستان یک کشور جنگ زده است و موجودیت چهار دهه جنگ بر علاوه تلفات انسانی مشکلات جدی محیط زیستی را هم به جا گذاشته است.
با استقرار حکومت اسلامی صلح و امنیت در کشور برقرار شده ، شفافیت و اخلاص برای انجام کار صادقانه بوجود آمده و این اداره آماده هر نوع همکاری با ارگان های ملی و بین المللی برای تطبیق پروژه های محیط زیستی می باشد.
آقای عابد افزود: تغییر اقلیم به عنوان یک تهدید جدی در سطح جهان مطرح بوده و افغانستان
هم نمی تواند از این تهدید در امان باشد، ما از جهانیان می خواهيم تا افغانستان را در برابر تهدیدات تغییر اقلیم همکاری کنند.
انجنیر عزت الله صدیقی معین مسلکی به تیم تخنیکی این اداره هدایت داد تا طرح های محیط زیستی شان را با موسسه اکبر شریک سازند تا انها بتوانند از آن در پلان ها و پروژه های شان استفاده کنند.
رئیس موسسه اکبر گفت: موسسه اکبر ( ACBAR)در بخش انکشاف کمک های بشری در افغانستان فعالیت می نماید و ما تلاش می نمایم تا از جهان پروژه های محیط زیستی را اخذ و تطبیق کرده و آماده هر نوع همکاری با اداره ملی حفاظت محیط زیست هستیم.