د چاپیریال ساتنې ملي اداې له خوا د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین (د آزادۍ او ښېرازۍ نیالګي) په ایښودلو رسماً پیل شو

دکب ۲۴مه نېټه/ کابل د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا نن سه شنبه د کب په ۲۴مه نېټه د کابل د قرغې په قلعه بلند تپه کې د شاندارو مراسمو په لړ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د افغانستان ا.ا د لوړپوړو چارواکو په ګډون رسماً پیل شو. په دې پرتمینه غونډه کې […]

دکب ۲۴مه نېټه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا نن سه شنبه د کب په ۲۴مه نېټه د کابل د قرغې په قلعه بلند تپه کې د شاندارو مراسمو په لړ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د افغانستان ا.ا د لوړپوړو چارواکو په ګډون رسماً پیل شو.
په دې پرتمینه غونډه کې د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د افغانستان.ا.ا ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ډاکټر زین العابدین عابد او مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، د چارو ادارې لومړي مرستیال مولوي نورالله، د اړوندو وزارتونو معینانو، د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې عمومي رئیس، نظرمحمد مطمئن، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر د پاکستان سفیر، د آغاخان بنسټ ځانګړي استازي علي اکبر پسناني، د پوهنتون استادانو، ورزش کارانو، محصلینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظیم الشان د سپېڅلو آیتونو په تلاوت پیل شوه او د دې ادارې سرپرست ډاکټر زین العابدین عابد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، زیاته یې کړه: د ۴۳ کلنې جګړې وروسته اوس الحمدالله په ټول افغانستان کې جګړه ختمه سوې او د سولې، خوښۍ او ارامۍ فضا خوره ده. اوس چې سوکاله هېواد لرو؛ نو د وطن د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره ښه فرصت دی، هغه افغانان چې له هېواده بهر او که په هېواد کې دي، ټول د دې وطن بچیان دي او افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی ؛ نو راځئ چې په ګډه د هېواد په جوړولو کې برخه واخلو.
ښاغلي عابد وویل: د خوشالۍ ځای دی چې په هېواد کې د خپلواکۍ سره یو ځای د سمسورتیا لپاره هم هېوادوال مټې رانغاړی او نیالګي کېنوي. ده وویل: ونې پاک اکسیجن او ښکلې هوا تولیدوي او په مقابل کې یې ککړه هوا یا کاربن ډای اکسایډ چې د ژوندانه لپاره یو مضر عنصر ګڼل کیږي، جذبوي. ونې چاپېریال ښکلی کوي؛ د تودوخې تعادل ساتي؛ د خاورې په ساتلو او همدا راز د انسانانو، اهلي او وحشي ژوو د اړتیا وړ خوراکي توکو په تامینولو کې مهم رول لوبوي.

ښاغلي عابد زیاته کړه: د چاپېریال ساتنې ملي اداره هڅه کوي چې هېوادوالو ته د سالم او خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د اړوندو ادارو په همکارۍ، سږکال په ټول هېواد کې په میلیونونو نیالګي کېنوي. نوموړي په هېوادوالو غږ وکړ چې د نیالګیو کینولو ملي کمپاین کې برخه واخلي او د پسرلي په را رسېدو سره هر افغان نیالګي کېنوي او د خپلې نیکۍ او حسناتو زیرمه لا بډایه کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ وباله او ویې ویل چې افغانستان یې زیات اغېزمن کړی چې یوه حل لاره یې د نیالګیو کېنول دي.
ښاغلي صدیقي وویل: که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې ونډه نه لري، خو له بده مرغه ډیر زیات ترې اغېزمن دی او دا پر نړیوالو زموږ حق دی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. نوموړي د افغانستان.ا.ا پر چارواکو غږ وکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ وکړي او د ځنګلونو، شنو سیمو، وحشي ژویو او په ټوله کې د چاپېریال ساتنې لپاره لاس په کار شي.
د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا رئیس مولوي عبدالوکیل د ونو د اهمیت په تړاو باارزښته وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې د کابل ښار د ښېرازۍ او سمسورتیا لپاره به ۲سوه زره نیالګي او ۵۰ زره زینتي بوټي کېنوي.

د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه نیالګي په کېنولو سره پر هېوادوالو غږ وکړ چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې پراخ ګډون وکړي او ټول باید د هېواد د ښېرازۍ لپاره نیالګي کېنوي.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته د هر اړخیزې همکارۍ ټټر وواهه او ویې ویل چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

د ا.ا ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د هېواد د ابادۍ پیلامه وبلله او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د وطن د سمسورتیا په خاطر باید نیالګي کېنوي، ساتنه او پالنه یې وکړي.
د آغاخان بنسټ ځانګړي استازي د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې چې د کابل ښار د ښکلا او سمسورتیا په خاطر به د قرغې په سیمه کې یو نمونه‌یې پارک جوړ کړي.
دغه پرتمینه غونډه د د نیالګیو کېنولو ملي کمېټې له خوا چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پرغاړه ده او اړوند وزارتونه او دولتي ادارې یې غړیتوب لري؛ د آغاخان بنسټ په مالي ملاتړ جوړه شوې وه چې په لړ کې یې د قرغې په قلعه بلند تپه کې ۵زره نیالګي کېنول شول.
د یادولو وړ ده چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاینونه به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې جریان ولري او د نیالګیو کېنولو پروسې په پای کې به قدرمنو هېوادوالو ته د کېنول شوو نیالګیو کره شمېره رسماً اعلان شي.

اداره ملی حفاظت محیط زیست کمپاین ملی نهال شانی را با شعار (نهال آزادی و سرسبزی)رسماً آغاز کرد

کابل – ۲۴ حوت ۱۴۰۰
کمپاین ملی نهال شانی امروز (۲۴ حوت) با حضور ملا عبدالغنی برادر معاون اول ریاست الوزراء، مولوی ذبیح الله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی، داکتر زین العابدین عابد سرپرست اداره ملی حفاظت محیط زیست و انجنیر عزت الله صدیقی معین مسلکی این اداره، مولوی نورالله معاون اداره امور، احمد الله وثیق رییس عمومی رادیو تلویزیون ملی، نظر محمد مطمین رئیس عمومی تربیت بدنی، سفیر سازمان همکاری کشور های اسلامی و سفیر پاکستان، علی اکبر پسنانی نماینده ویژه بنیاد آغاخان، استادان پوهنتون، محصلین و ورزشکاران در تپه قلعه بلند قرغه- کابل آغاز گردید.

محفل با تلاوت قرآن کریم آغاز شد و سپس دکتر زین العابدین عابد، ضمن خیر مقدم به حاضرین گفت: این کشور خانه مشترک همه افغان هاست و جنگ ۴۳ ساله تمام شده، الحمدلله امنیت و صلح سراسری در وطن حاکم شده است. داکتر عابد افزود: اکنون که کشوری مرفه داریم، پس این فرصت بزرگی است برای شگوفایی و آبادانی کشور. تمام افغان ها چه در خارج و چه در داخل کشور، از فرزندان این کشور هستند. بیایید همه با هم برای ساختن افغانستان سرسبز تلاش کنیم.
آقای عابد بیان داشت: جای خورسندی است که در کنار استقلال در کشور، مردم ما اماده به نهال شانی اند و انشاالله این روند در سراسر افغانستان ادامه خواهد داشت.
رئیس عمومی اداره ملی حفاظت محیط زیست گفت: درختان اکسیجن پاک و هوای تازه تولید می کنند و هوای آلوده یا کاربن دای اکساید را که عنصر مضر برای زندگی است، جذب می کنند. درختان محیط را زیبا می کنند و همچنان در حفظ تعادل درجه حرارت کره زمین نقش مهمی را بازی کرده و در حفاظت خاک و تامین مواد غذایی برای انسان ها، حیوانات از اهمیت زیاد برخوردار است.
آقای عابد افزود: این اداره تلاش می نماید تا در سال جاری با همکاری ادارات ذیربط، میلیون ها اصله نهال در سراسر کشور غرس شود، تا محیط زیست سالم و سرسبز برای مردم مهیا گردد. ما از مردم غیور افغانستان می خواهیم تا در کمپاین ملی نهال شانی شرکت کنند و با آغاز فصل بهار، هر افغان یک اصله نهال را غرس نمایند.
بعداً انجنیر عزت الله صدیقی، معین مسلکی اداره ملی حفاظت محیط زیست، تغییر اقلیم را یک تهدید جهانی خوانده گفت: تغییر اقلیم افغانستان را آسیب پذیر ساخته است که یکی از راه حل برای مبارزه و سازگاری با تغییر اقلیم، نهال شانی است.
معین مسلکی گفت: « افغانستان در بوجود آوردن تغییرات اقلیمی سهم ندارد؛ اما از اثرات آن به شدت آسیب پذیر است و این حق ماست که جهان در مبارزه با تغییرات اقلیمی با ما همکاری کند».
موصوف از مقامات ا.ا.ا خواست تا از برنامه ها و پلان های این اداره حمایت کند تا برای حفاظت از جنگل ها، گسترش مناطق سبز، حفظ حیات وحش و محیط زیست دست به کار شود.
مولوی عبدالوکیل رییس عمومی سرسبزی شاروالی کابل در مورد اهمیت درختان صحبت کرده و وعده داد که برای سرسبزی شهر کابل دوصد هزار نهال و ۵۰ هزار بوته های زینتی غرس خواهد شد.
ملا عبدالغنی برادر معاون اول ریاست الوزراء حین غرس یک نهال از مردم خواست تا در کمپاین ملی نهال شانی فعالانه شرکت کرده و همه‌ی شهروندان اعم از زنان و مردان باید برای بهبود محیط زیست کشور نهال غرس نمایند.
معاون ریاست الوزراءاطمینان داد که از فعالیت و پلان های اداره ملی حفاظت محیط زیست حمایت کرده و تمامی ادارات دولتی را مکلف ساخت تا با این اداره همکاری همه جانبه نمایند.

همچنان مولوی ذبیح الله مجاهد، سخنگوی ا.ا.ا، کمپاین ملی نهال شانی را سرآغاز سرسبزی در کشور دانسته، از مردم خواست تا برای شگوفایی و سرسبزی افغانستان نهال غرس نموده از آن مراقبت نمایند.
نماينده بنياد آغاخان با ابراز حمايت از برنامه های محیط زیستی گفت: براي زيبايي و سرسبزی شهر كابل در ساحه قرغه پارك نمونه‌ی را خواهند ساخت.
این کمپاین، از طرف کمیته ملی نهال شانی به رهبری اداره ملی حفاظت محیط زیست و همکاری مالی بنیاد آغاخان برگزار و امروز ۵۰۰۰ اصله نهال در تپه قلعه بلند- قرغه غرس گردید.
قابل ذکر است که کمپاین ملی نهال شانی در تمامی ولایات افغانستان جریان داشته و در ختم کمپاین، آمار دقیق نهال های غرس شده به نشر می رسد.