د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیکا ولایت د جلغوزیو یو شمېر سوداګرو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت د جلغوزیو یو شمېر سوداګرو سره وکتل. دغو سوداګرو بهر ته د جلغوزیو صادراتو د بيا پيل له امله اسلامي امارت څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې شريک کړل. […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت د جلغوزیو یو شمېر سوداګرو سره وکتل.

دغو سوداګرو بهر ته د جلغوزیو صادراتو د بيا پيل له امله اسلامي امارت څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې شريک کړل.

يادو سوداګرو وويل، افغانستان د باکيفيته جلغوزيو لرلو له امله شهرت لري او سږ کال چین ته د جلغوزیو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت پالیسي خصوصي سکتور، پانګونې او سوداګرۍ ته د لا ښې زمېنې برابرول دي او هڅه کوي د سوداګرو ستونزې په وخت حل کړي.

مولوي صاحب د خپلو خبرو پای کې وويل، د خصوصي سکتور له ودې او د افغان سوداګرو د ستونزو له حل پرته، اقتصادي پياوړتیا ناممکنه ده