د رياست الوزرا اداري مرستيال د يو شمېر خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د يو شمېر خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو سره وکتل. په دې کتنه کې، د خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو په مختلفو برخو کې خپلې ستونزې بيان کړې او د اسلامي امارت مسوولینو له لوري يې د حل غوښتنه وکړه. […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴)
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د يو شمېر خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې، د خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو په مختلفو برخو کې خپلې ستونزې بيان کړې او د اسلامي امارت مسوولینو له لوري يې د حل غوښتنه وکړه.

هغوی همداراز وويل، ترانسپورټي شرکتونو د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ د ارتباطي پول عمل کړی او د دې شرکتونو مالکانو په دې برخه کې لويه پانګونه کړې او ډېرو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته وويل، د اسلامي امارت رهبري د خپل ګران ملت د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه او د پانګه والو هر اړخيز ملاتړ کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال هغوی ته د ستونزو حل او لا زياتو اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ وې ويل، ترانسپورټي شرکتونه دې په سوداګريزو شرکتونو کې شته ستونزې او خاليګاوې نښه او لمنځه يوسي