نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د يو شمېر خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو سره وکتل. په دې کتنه کې، د خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو په مختلفو برخو کې خپلې ستونزې بيان کړې او د اسلامي امارت مسوولینو له لوري يې د حل غوښتنه وکړه. […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د يو شمېر خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو په مختلفو برخو کې خپلې ستونزې بيان کړې او د اسلامي امارت مسوولینو له لوري يې د حل غوښتنه وکړه.
هغوی همداراز وويل، ترانسپورټي شرکتونو د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ د ارتباطي پول عمل کړی او د دې شرکتونو مالکانو په دې برخه کې لويه پانګونه کړې او ډېرو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته وويل، د اسلامي امارت رهبري د خپل ګران ملت د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه او د پانګه والو هر اړخيز ملاتړ کوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال هغوی ته د ستونزو حل او لا زياتو اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ وې ويل، ترانسپورټي شرکتونه دې په سوداګريزو شرکتونو کې شته ستونزې او خاليګاوې نښه او لمنځه يوسي
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.