نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره د خلکو کتنه په لړۍ کې دا ځل د هرات د کهسان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او مشرانو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس مولانا نعيم الحق حقاني سره وکتل. په دې کتنه کې مشرانو له اوسني نظام څخه خوښي او ملاتړ څرګند کړ […]
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره د خلکو کتنه په لړۍ کې دا ځل د هرات د کهسان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او مشرانو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس مولانا نعيم الحق حقاني سره وکتل. په دې کتنه کې مشرانو له اوسني نظام څخه خوښي او ملاتړ څرګند کړ او د هرات د لرو پرتو ولسواليو د اوسېدونکو د ستونزو د څيړنې او حل کولو غوښتنه يې وکړه. د کرنيزو اوبو نشتوالى، برېښنا، ګاونډيو هېوادونو ته مهاجرت، له بې ځايه شويو او اړمنو کسانو سره مرستې د هرات د کهسان ولسوالۍ د اوسېدونکو له مهمو ستونزو څخه وې، چې له مولانا نعيم الحق حقاني سره يې په يوه ناسته کې شریک شو. د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغو مشرانو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو طبقو او خلکو لپاره اړتیا لري او په ولسوالیو او ښارونو کې د ټولو خلکو د ستونزو حل کول خپله دنده ګڼي. ښاغلي حقاني د کهسان ولسوالۍ د مشرانو د ستونزو په اړه وویل، اسلامي امارت د شته ننګونو د حل لپاره هر اړخیزې هڅې کوي او انشاالله په نږدې راتلونکي کې به د هرات د خلکو ستونزې هوارې شي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.