هلمند کي یو تن د نشه یی توکو پلورونکی ونیول سو:

  نن سه شنبه د دمارجې ولسوالۍ دژړمکتب په حوزه کي يوتن د نشیې توکو پلورنکی محمد اسحاق د  ميراحمد زوی دمجاهدينو لخوا ونیول سوو. د باختر آژانس خبریال زیاتوي چي نوموړي نیول سوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او زیاتوي چي د تاریاکو، ښیښې، هېروینو، او چرسو معتادینو ته یې  نشیې توکي ورکول. […]

 

نن سه شنبه د دمارجې ولسوالۍ دژړمکتب په حوزه کي يوتن د نشیې توکو پلورنکی محمد اسحاق د  ميراحمد زوی دمجاهدينو لخوا ونیول سوو.

د باختر آژانس خبریال زیاتوي چي نوموړي نیول سوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او زیاتوي چي د تاریاکو، ښیښې، هېروینو، او چرسو معتادینو ته یې  نشیې توکي ورکول.

د اسلامي امارت مسولین وایې چي پر مخدره توکو د روږدیدو د مخنیوي په موخه به له دغي پدېدې سره مبارزه کوي او د نشیې توکو پلورونکو د نیولو لپاره به جدي مبارزه کوي او هغه کسان چي په دې ناوړه او ناروا کاروبار اخته دي مخه نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري  .

د یادوني وړ ده چي د محمد اسحاق  دوسیه تر څېړني وروسته د جنایي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست ته سپارل سوې ده.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۵ هــ ق