دعامي روغتیا رئیس د ګرشک د یوه روغتون څخه لیدنه وکړه:

  نن ورځ سې شنبه د هلمند دعامي روغتیا رئیس محترم ډاکتر سعیداحمد سعید د یوپلاوي په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د DH روغتون څخه لیدنه او نظارت وکړ. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې لیدنه کي ښاغلي سعید دروغتون بېلابېلي برخي وکتلې او دناروغانو حال احوال یې واخیستی […]

 

نن ورځ سې شنبه د هلمند دعامي روغتیا رئیس محترم ډاکتر سعیداحمد سعید د یوپلاوي په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د DH روغتون څخه لیدنه او نظارت وکړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې لیدنه کي ښاغلي سعید دروغتون بېلابېلي برخي وکتلې او دناروغانو حال احوال یې واخیستی او د روغتون مسئولینو او ډاکترانو ته یې د لاښه خدمت کولو په برخه کي لازمي او اړیني سپارښتني او لارښووني وکړې.
د یاد پلاوي سره د ګرشک د روغتیا او استخباراتو مسئولینو هم ملتیا کوله.
د یادولو وړ ده چي هلمند ته د عامي روغتیا د نوي رئیس په راتلو سره د روغتیا په برخه کي هڅي چټکي سوي او د مرکز او ولسوالیو په کچه د بررسۍ او نظارت ټېمونه وخت په وخت سیمو ته ځي او د روغتونونو او کلینیکونو چاري د نږدې ګوري او په اړه یې لازم اجرائات روان دي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۲ هــ ق