د غزني ولایت د ارشاد، حج اواو قافو ریاست کې  ادارې ناسته تر سره شوه

نن ورځ شنبه د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې د اداري چارو د لاښه سمون په موخه اداري ناسته ترسره شوه. ناسته د ریاست په مقام کې د محترم رئیس شیخ الحدیث مولوی عبد المنان” مدني”  تر نظارت لاندې تر سره شوه. له ټولو مدیرانو نه نوبت په نوبت ځیني […]

نن ورځ شنبه د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې د اداري چارو د لاښه سمون په موخه اداري ناسته ترسره شوه. ناسته د ریاست په مقام کې د محترم رئیس شیخ الحدیث مولوی عبد المنان” مدني”  تر نظارت لاندې تر سره شوه. له ټولو مدیرانو نه نوبت په نوبت ځیني پوښتنې وشوې. د ارشاد، حج او اوقافو ټولو مدیرانو ته له مراجعینو سره د ښه تعامل، په ورسپارل شوو دندو کې د پوره شفافیت، اخلاص او صداقت لارښوونې وشوې. پر ځینو ستونځو او اړینو کارونو  بحث وشوه . ناسته د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

۱۴۴۳/۸/۲

۱۴۰۰/۱۲/۱۴