د غزني – کندهار ۲۲۰کیلوولټ برېښنا مزې مسیر څارنې لړۍ پیل شوه!

  د غزني برېښنا ریاست رهبرۍ په لارښونه ددې حوزې عملیاتي معاون انجنیر عزت الله وحدت او ورسره مل تخنیکې پلاوي نن د دوشنبې په ورځ چې ده ۱۴۴۳/۸/۱۸/ هــ ق نیټې سره برابر ده د غزني – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزې د مسیر برېښنا تجهیزاتو او سب سټیشنونو د څارنې او تجهیزاتو د […]

 

د غزني برېښنا ریاست رهبرۍ په لارښونه ددې حوزې عملیاتي معاون انجنیر عزت الله وحدت او ورسره مل تخنیکې پلاوي نن د دوشنبې په ورځ چې ده ۱۴۴۳/۸/۱۸/ هــ ق نیټې سره برابر ده د غزني – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزې د مسیر برېښنا تجهیزاتو او سب سټیشنونو د څارنې او تجهیزاتو د خوندي ساتنې په موخه خپل سفر پیل کړ.

له دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ په مشرۍ د قره باغ، مقر او ګیلان سب سټیشنونو څخه لیدنه شوې وه او میشتو امنیتي مسؤلینو ته دنده سپارل شوې وه، چې د ټولو تجهیزاتو بشپړه جدي څارنه وکړي.

د ۲۲۰کیلوولټ برېښنا تجهیزاتو د څارنې او څیړنې لپاره د پلاوي سفر وروسته له هغه پیل شو، چې د ګیلان ولسوالۍ سب سټیشن د تجهیزاتو له لوی سټاک څخه د برېښنا یو شمیر چمتو تجهیزات چې لا له وړاندې چمتو شوي دي د قراردادي کمپنۍ له لورې پرته له همغږۍ انتقال شوي وو، چې له نیکه مرغه تیره شپه ناوخته د غزني برېښنا حوزې رئیس مولوی صلاح الدین توکلی ته د ځايي امنیتې مسؤلینو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د غزني امنیې قوماندانۍ او ساحوي امنیتې مسؤلینو په پریکنده بېړني اقدام او همکارۍ له میدان ښار څخه بیرته راوګرځول شول.

دغه راز په دې تړاو ټول سرغړوونکي نیول شوي او تر څیړنې او څارنې لاندې دي.

د سفر پر مهال نن دوشنبه د مقر له سب سټيشن څخه لیدنه شوې او هلته د زیانمنو ش

ویو تجهیزاتو په اړه کره معلومات راغونډ شوي، چې د ځايي امنیتې مسؤلینو په همکارۍ د تجهیزاتو بشپړ خوندیتوب ډاډ تر لاسه شوی دی.

د غزني برښنا حوزې عملیاتي مرستیال په مشرۍ تخنیکي پلاوي د ارزونې سفر په لړ کې به د ګیلان سب سټیشن د غزني – کندهار ۲۲۰کیلوولت برېښنا لېږد مزي د تجهیزاتو لوی سټاک ټولو بې ځایه شویو تجهیزاتو او جنراټورونو کره ارزونه وشي او له مهر لاک وروسته به د رهبرۍ په سپارښتنه نوي محافظین ورته وټاکل شي.

ټاکل شوې ده، چې د کابل – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي پروژې د بشپړتیا کارونه سږ کال پیل شي، چې په بشپړیدو سره به د غزني قره باغ، مقر، ګیلان ولسوالۍ او د زابل او کندهار ولایتونه له وارداتي برښنا برخمن شي او په دریو واړو ولایتونو کې به د برېښنا کمښت ستونزه په بشپړ ډول حل شي.