فراه ولایت د عدلیې ریاست، د رئیس تر رهبرۍ لاندې د اداري غونډې جوړه شوه

  ۲۴ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۵ / غوایی / ۱۴۰۱ نن دوشنبه، فراه ولایت د عدلیې ریاست د رئیس ، ښاغݪي مولوي سردار محمد “مرصاد” صاحب، په مشرۍ اداري غونډه کې د دې ریاست د اداري پرسونل ګڼو آمرینو، مدیرانو او خبریالانو ګډون درلود. په لومړي قدم کې غونډې ته د ګډونوالو آمرینو […]

 

۲۴ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳
۰۵ / غوایی / ۱۴۰۱

نن دوشنبه، فراه ولایت د عدلیې ریاست د رئیس ، ښاغݪي مولوي سردار محمد “مرصاد” صاحب، په مشرۍ اداري غونډه کې د دې ریاست د اداري پرسونل ګڼو آمرینو، مدیرانو او خبریالانو ګډون درلود.

په لومړي قدم کې غونډې ته د ګډونوالو آمرینو او مدیرانو له خوا د دوی اړوندې موخې او لاسته راوړنې په وار سره واورولې شوې.

وروسته د عدلیې ریاست، رئیس ښاغلي مولوي سردار محمد “مرصاد” آمرینو او مدیرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی کړنې او لاسته راوړنې وستایلې، نوموړي د اداري سمون په تړاو د ریاست اړوند ټولو آمرینو او مدیرانو ته د دوی د کارونو د چټکتیا او روښانتیا په اړه وویل، چې زموږ د ریاست موخه او کار له امارتي قضاء، انسجام او حقوقو سره تړاو لري، دا چې په اوسني وخت کې حقوقي او قضائیې مسایل ډیر حساس شوي دي، نو تاسو باید له پوره غور او پاملرنې څخه کار واخلئ، ترڅو د زورواکو مخه ډب او د مظلوم له حق څخه دفاع او ساتنه وشي.

بل خوا ښاغلي “مرصاد” د اداري فساد د مخنیوي، د عریضه لیکنې لپاره د جوازونو او عامه پوهاوي په خاطر آمرینو او مدیرانو ته لارښوونه وکړه، چې د مرکز او ولسوالیو د اړوندو مسؤلینو له خوا باید عریضه لیکونکي دې ته وهڅول شي، ترڅو د عریضې لیکنې لپاره د A4 ساده پاڼې پر ځای له رسمې پاڼې څخه کار واخلي، چې دا کار به له یوې خوا زموږ په عوایدو کې لوړوالی رامنځته کړي او له بلې خوا به د اداري فساد مخه ونیسي.

د عدلیې ریاست، رئیس ښاغلي مولوي سردار محمد “مرصاد” د غونډې په اخیرنیو شیبو کې ټولو ریاستونو او ملکي وګړو ته په خطاب سره وویل، چې له هر چا څخه مو هیله ده، ترڅو د هغو مغصوبه ځمکو، چې د تیر فاسد نظام د زورواکو له خوا په زور سره نیولې شوې دي، د دې ریاست اړوند آمریت ته خپل اسناد راوړي او یاده مغصوبه ځمکه د زورواکو له خوا د خپلو اسنادو اړوند ترلاسه کړي.
……………………….
جلسه اداری به رهبری رییس عدلیه ولایت فراه برگزار شد!

۱۴۴۳/۹/۲۴
باختر ولایت فراه

نشست اداری به ریاست مولوی سردار محمد «مرصاد» رئیس عدلیه ولایت فراه برگزار شد.

در ابتدای جلسه، مدیران و آمرین اداره ریاست عدلیه به ترتیب اهداف و دستاوردهای خود را ارائه کردند.

در مقابل مولوی «مرصاد» رئیس عدلیه ضمن خیر مقدم گفتن به کارمندان و مدیران این اداره، اقدامات و دستاوردهای آنان را تقدیر نموده و به تمامی کارمندان حاضر در جلسه در مورد سرعت و وضوح کار ریاست عدلیه در خصوص اصلاحات اداری گفت: هدف و کار اداره ما مربوط به قوه قضائیه، انسجام و حقوق امارت اسلامی تعلق دارد.
وی گفت از اینکه در حال حاضر مسائل حقوقی و قضایی در کشور بسیار است بناء از دقت بیشتر باید کار گرفته شود.

از سوی هم، آقای مرصاد به آمرین و مدیران اداره خود در زمینه پیشگیری از فساد، جواز‌ها، عرایض و آگاهی عامه هدایات لازم داده و افزود که عریضه نویسان باید توسط مسئولین مربوطه مرکز و ولسوالی ها تشویق شوند که به جای استفاده از برگه‌ای A4 از برگه‌ی رسمی مستوفیت کار بگیرند؛ زیرا این امر از یک سو باعث افزایش درآمد و از سوی دیگر جلوگیری از فساد می‌گردد.

در آخرین دقایق این نشست، رئیس عدلیه خطاب به همه مسئولین ریاست‌ها و افراد ملکی گفت، ” هر فردی که املاکش توسط افراد زورمند رژیم سابق تصرف شده است، با اسناد و مدارک موجود خود به این ریاست آمده تا از طریق مسئولین این اداره اراضی مغصوبه شان از چنگ این زورمندان آزاد گردد.
ریاست اطلاعات وفرهنگ.
۱۴۴۳/۹/۲۴ق