فراه ولایت په پشتکوه ولسوالي کې له ګڼو دینې مدرسو څخه څه باندې د ۴۲ تنو فارغ شویو طالب العلمو د بګړۍ تړلو لویه ګډه فراغت غونډه ترسره شوه.

    فراه ـ باختر خبري آژانس ۲۶ / کب / ۱۴۰۰ نن پنج شنبه، فراه ولایت، د پشتکوه ولسوالي په مرکزي جامع مسجد کې د دې ولسوالي له ګڼو بیلا بېلو دینې مدرسو او مرکزونو څخه د غټې دورې د فارغینو، حافظانو او قاریانو د بګړۍ تړلو ګډه او پرتمېنه فراغت غونډه. د بګړۍ […]

 

 

فراه ـ باختر خبري آژانس
۲۶ / کب / ۱۴۰۰
نن پنج شنبه، فراه ولایت، د پشتکوه ولسوالي په مرکزي جامع مسجد کې د دې ولسوالي له ګڼو بیلا بېلو دینې مدرسو او مرکزونو څخه د غټې دورې د فارغینو، حافظانو او قاریانو د بګړۍ تړلو ګډه او پرتمېنه فراغت غونډه.

د بګړۍ تړلو او فراغت په نننۍ غونډه کې، د طالب فارغ العلمو د هڅونې په موخه د پشتکوه ولسوالي د ولسوال ښاغلي فیروز صاحب په ګډون، ګڼو امنیتي، نظامي، ملکي مسؤلینو، راغلو شیخانو، علماء کرامو، د مدرسو استادانو، مخورو، ملکي وګړو، او ځوانانو ګډون درلود.

غونډې ته د علماء کرامو له خوا د زده کړې او د زده کړو د ارزښت په اړه له بیلا بېلو علمي ویناوو څخه وروسته، د یادو مدرسو د غټې دورې د (۷) ښځینه فارغینو په ګډون، ۳۵ تنو حافظانو او قاریانو د فراغت بګړۍ وتړلې او د فراغت سند یې ترلاسه کړل.