ډیر ژر به د شیخ ابونصر فراهي سړک د ۶۰ کیلو متره په اوږدوالي سره پوخ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي

نن یکشنبه د فراه ولایت، شیخ ابونصر فراهي سړک د شپیته (۶۰) کیلو متره د پخولو او ریګریشن دستګاوې را ورسیدلې. د فراه ولایت، ټولګټو ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالمالک “معتصم” باختر خبري آژانس ته د دې دستګاوو د راتګ او د سړک پخولو په اړه وویل؛ چې دا دستګاوې همدلته په افغانستان کې اخیستلې […]

نن یکشنبه د فراه ولایت، شیخ ابونصر فراهي سړک د شپیته (۶۰) کیلو متره د پخولو او ریګریشن دستګاوې را ورسیدلې.

د فراه ولایت، ټولګټو ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالمالک “معتصم” باختر خبري آژانس ته د دې دستګاوو د راتګ او د سړک پخولو په اړه وویل؛ چې دا دستګاوې همدلته په افغانستان کې اخیستلې شوې، نږدې ده چې د یو نیمې او یا دوو میاشتو په موده کې خپل کار پیل کړي، ده همدارنګه زیاته کړه، چې د دې سړک د رغولو کارونه په سلو کې دیرش سلنه مخ پر وړاندې روان دي.