په فراه ولایت کې دپوهنې رياست په ملاتړ د اتو ټيمونو ترمنځ دفوټبال کپ سيالۍ پيل شوې .

  1400/12/22 باختر فراه قاري بدرالدین دفراه ولايت دملي تلويزيون آمر باختراژانس خبريال ته وويل: فراه ولايت کې دفوټبال کپ سيالۍ د اتو ټیمونو ترمینځ په افغانستان کې د ا.ا د بریا په مقصد نن سهار دابونصر فراهي لیسي په انګړ کې پيل شوې. د دې سيالۍ د پيل په مراسمو کې، چې د ابو […]

 

1400/12/22
باختر فراه

قاري بدرالدین دفراه ولايت دملي تلويزيون آمر باختراژانس خبريال ته وويل: فراه ولايت کې دفوټبال کپ سيالۍ د اتو ټیمونو ترمینځ په افغانستان کې د ا.ا د بریا په مقصد نن سهار دابونصر فراهي لیسي په انګړ کې پيل شوې.

د دې سيالۍ د پيل په مراسمو کې، چې د ابو نصر فراهي لېسې په انګړ کې جوړه شوې وه، د پوهنې رييس او يو شمېر مسوولينو هم حضور درلود.
د دغه ولايت د پوهنې رييس مولوي اختر محمد زعيم په خپلو خبرو کې د دغو سياليو د پيلولو موخه سپورټ او د هغه کټي وبلل او زياته يې کړه؛ سپورت که څه هم د انسان روغتیا ته ګټور دی، خو د ځوانانو ترمنځ یووالی او همپالنه هم رامنځته کوي.
د هغه په ​​وينا، د فوټبال کپ ګټونکې لوبډلې ته به د لوبو په پایله کې د دغه ولايت د پوهنې رياست له لوري ډالۍ هم ورکړل شي.