په فراه ولایت کې دوه (۲) تنه غله له یو کور څخه د نقدو پیسو د غلا په تور ونيول شول.

  نن پنج شنبه په فراه ولايت کې دوه تنه غله (اسماعيل د عبدالستار زوی او سرور د حکيم زوی) په داسې حال کې، چې د عبدالغني په نامه د یو تن کور ته اوښتي وه، نوموړو د یاد تن له کور څخه (۱۰۰) ميلیونه ایراني تومن او (۲۵۰۰۰۰) پاکستانۍ کلدارې له ځان سره وړي […]

 

نن پنج شنبه په فراه ولايت کې دوه تنه غله (اسماعيل د عبدالستار زوی او سرور د حکيم زوی) په داسې حال کې، چې د عبدالغني په نامه د یو تن کور ته اوښتي وه، نوموړو د یاد تن له کور څخه (۱۰۰) ميلیونه ایراني تومن او (۲۵۰۰۰۰) پاکستانۍ کلدارې له ځان سره وړي وي، چې د دې ولایت، بکوا ولسوالی امنیه قوماندانۍ، عظیمي حوضې د بولکي علاقې د امنيتي ځواکونو له څار او هلو ځلو څخه وروسته په ډیرې چټکۍ سره ونیول او د قانون منګولو ته یې وسپارل.

د یادونې وړ ده، چې له یادو غلو سره ۷ دانې ګرنیټونه (نارنجکان)، ۷ دانې د ګرنیټ کيلیانې، ۱ کلاشینکوف (ماشین)، ۱۲ شاجوران، ۲ لمسي ټلیفونونه، ۱ توفنګچه، ۳۶۰ مرمۍ، ۲۲ میلیونه او ۶۴۰۰۰۰ تومن هم ونیول شول.