فراه ولایت ته له الفاروق قولي اردو څخه د لوړ پوړو چارواکو راتګ او د دې ولایت په دویمه پلې لېوا کې غونډه

1443/8/2 نن شنبه فراه ولایت ته د الفاروق قولي اردو د مرستیال ښاغلي حاجی بریالي او د پېژند هيئت ښاغلي مولوي مسعود “معاذ اغا” په راتګ د دویمې پلې لېوا د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوه.   په یاده غونډه کې د دې ولایت د ولایتي مسؤلینو په ګډون د ګڼو ولسوالیو، ولسوالانو، […]

1443/8/2

نن شنبه فراه ولایت ته د الفاروق قولي اردو د مرستیال ښاغلي حاجی بریالي او د پېژند هيئت ښاغلي مولوي مسعود “معاذ اغا” په راتګ د دویمې پلې لېوا د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوه.

 

په یاده غونډه کې د دې ولایت د ولایتي مسؤلینو په ګډون د ګڼو ولسوالیو، ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، نظامي او امنیتي مسؤلینو هم ګډون درلود.

د الفاروق قولي اردو د پېژند هيئت ښاغلي مولوي مسعود “معاذاغا” غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې فراه ولایت ته زموږ راتګ او موخه، په دي ولایت کې د دفاع وزارت د محترم مقام د لارښوونو پر بنسټ د اصلاحي څار کمېسیون رامنځته کول او د سرتیرو د معاشونو نوملړ، د لیکو (صفونو) د تصفيې راپور دی، ده همدارنګه زیاته کړه، چې موږ د یاد کمېسیون له لارې د ټولو لیکو او په لیکو کې د دخیلو کسانو څار او غورچاڼ کوو، ترڅو ناوړه کسان زموږ لیکو ته داخيل سوي نه وي ، اومستحق کسان  ده صيف څخه بي برخي پاته نشي او د وزارت محترم مقام ته یې ډاډمن راپور ولېږل شي. اوپه پاي کي ده يادي دوهمي پلي ليوا قمندان مولوي ولي محمد ادريس د راغلي پلاوي څخه ځانګړي مننه وکړه