فراه ولایت، ملي امنیت له ریاست څخه د دوه میاشتو په موده کې (۱۰۰) تنه سرتیري له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

  نن پنج شنبه د فراه ولایت په هوایي ډګر کې د ملي امنیت ریاست د قيطعي ټولټال (۱۸۰) تنو سرتیرو له ډلې څخه د (۱۰۰) تنو فارغ شویو سرتیرو د فراغت په مناسبت غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د ولایت مقام والي ښاغلي روحاني صاحب، ملي امنیت ریاست، رئیس ښاغلي حاجي مولوي شیراحمد […]

 

نن پنج شنبه د فراه ولایت په هوایي ډګر کې د ملي امنیت ریاست د قيطعي ټولټال (۱۸۰) تنو سرتیرو له ډلې څخه د (۱۰۰) تنو فارغ شویو سرتیرو د فراغت په مناسبت غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د ولایت مقام والي ښاغلي روحاني صاحب، ملي امنیت ریاست، رئیس ښاغلي حاجي مولوي شیراحمد “تواب”، هوایي ډګر مسؤل خبيب صاحب ګڼو مسؤلینو او خبریالانو ګډون درلود.

د ا.ا.ا ملي امنیت لوی ریاست په چوکاټ کې د دوو میاشتو په موده د مسلکي زده کړو له لارې (۱۰۰) تنه سرتیري له شرعي او مسلکي زده کړو فارغ او ټولنې ته د نظامي چوپړ په موخه وړاندې شول.

د فراه ولایت، ملي امنیت ریاست، رئیس ښاغلي حاجي مولوي شیراحمد “تواب” د سرتیرو د فراغت نننۍ غونډې ته په وینا کې وویل؛ چې زموږ فارغ شوي سرتیري په اسلامي عقیده، دینې روحیه، ملي احساس، هیوادپالنې، سمبال او په پوره پیاوړتیا سره ټولنې ته وړاندې شوه.

ښاغلي “حاجي تواب” همدارنګه زیاته کړه، چې ډیر ژر به د نورو پاته سرتیرو د روزنې او فراغت شاهدان هم واوسو.