فراه ولایت، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د ځینو ادارو د رسنېزو دفترونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

  نن چهارشنبه، فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالحی “سباوون” په دي ولایت کې د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، دویمې پلې لېوا، پوهنې ریاست، عامې روغتیا ریاست، کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنېزو دفترونو له مسؤلینو، اطلاعاتو آمر، د شریعت غږ راډیو او ملي تلویزیون له آمر سره د […]

 

نن چهارشنبه، فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالحی “سباوون” په دي ولایت کې د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، دویمې پلې لېوا، پوهنې ریاست، عامې روغتیا ریاست، کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنېزو دفترونو له مسؤلینو، اطلاعاتو آمر، د شریعت غږ راډیو او ملي تلویزیون له آمر سره د ریاست مقام د غونډو په تالار کې د همغړۍ ناسته ترسره کړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالحی “سباوون” د رسنېزو دفترونو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې موږ او تاسو باید د خبر پر خپرولو او تر خلکو پورې رسولو کې یو له بل سره همغږي شو، ترڅو د خبر په خبرې پوښښ او رسنېز ډګر کې ښې لاسته راوړنې ولرو، ده وویل، باید د توان تر کچې کوښښ وکړو او هغه څه خپاره کړو، چې د خپریدو نړیوال، ملي او ولسي ارزښت ولري، ښاغلي سباوون همدارنګه رسنۍ د یو نظام له ژبې سره پرتلې کړې او زیاته یې کړه، چې موږ ټول باید پوره زیار وباسو، چې ملي ګټې او د هیواد د شته نظام د ساتنې او بډاینې لپاره کار وکړو.

په یاده غونډه کې د راغلو مسؤلینو له خوا هم یو لړ نظرونه او بحثونه وړاندې شول، چې بالاخره د راتلونکي لپاره یو شمیر چمتوالۍ ونیول شو.
۱۴۴۳/۸/۱۳