فراه ولايت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، رئيس د آبیارۍ ریاست له اداري پرسونل سره ناسته ترسره کړه.

  په نننۍ غونډه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، د رئیس ښاغلي مولوي عبدالغفار “رحماني” په ګډون، راغلي پلاوي ښاغلي مفتي عزت لله “راشد”، د آبیارۍ ریاست، رئیس ښاغلي برهان الدین “مینوال” او د ریاست اداري پرسونل ګډون درلود. غونډې ته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو له تلاوت څخه وروسته […]

 

په نننۍ غونډه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، د رئیس ښاغلي مولوي عبدالغفار “رحماني” په ګډون، راغلي پلاوي ښاغلي مفتي عزت لله “راشد”، د آبیارۍ ریاست، رئیس ښاغلي برهان الدین “مینوال” او د ریاست اداري پرسونل ګډون درلود.

غونډې ته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو له تلاوت څخه وروسته لومړی د امر باالمعروف ریاست راغلي پلاوي ښاغلي مفتي عزت الله “راشد” د شرعي نظام او له شرعي چوکاټ سره سم د ځانونو برابرولو په اړه وینا وکړه، ده وویل، چې ژوند او د ژوند ټولې چارې باید په شرعي چوکاټ کې وي، حتی که څوک غواړي، چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره مینه وکړي، نو د مینې څرګندونه (اظهار) هم باید په شرعي چوکاټ کې وي، دا چې نن سبا یو لور ته کفارو له مسلمانانو سره بې دریغه دښمنۍ پیل کړي او بل لور ته مسلمان له هرڅه نه ناخبره او ځان یې ګوښه کړی دی، نو اړېنه ده، چې په ټولنه کې له پردي هر ډول ناوړه کار او دود څخه لاس په سر شو او خپل ټول ژوند له شرعي چوکاټ سره برابرو کړو.

د غونډې په اخیرنیو شیبو کې د راغلو پلاوو له خوا د سکالو (موضوع) اړوند د امر باالمعروف او نهي عن المنکر محترم وزارت لاندینې پيغامونه هم واورول شول:

۱- ټول اداري پرسونل بايد د نبوي سنت اړوند ځانونه برابر کړي.

۲ـ ټول ښځينه کارکوونکې بايد کار ته په حجاب کې راشي.

۳ـ ښځينه پرسونل بايد د نارينه پرسونل نه په سیوا اطاق کې خپل کارونه ترسره کړي.

۴ـ ټول اداري پرسونل بايد د لمانځه پر وخت لمونځ په جماعت سره اداء کړي .

۵ـ ښځينه مراجعینې بايد د مراجعې په وخت کې اسلامې حجاب مراعات کړي، د نه حجاب په صورت کې دي عريضه ورڅخه نه اخیستل کيږي.
دفراه ولایت
داطلاعات اوکلتورریاست
۱۴۴۳/۸/۱۳