د فراه ولایت په بکوا ولسوالي کې یو روغتیایې کلنیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

  تیره ورځ سه شنبه د فراه ولایت په بکوا ولسوالي کې یو روغتیایې کلنیک د دې ولایت د سرې میاشتې د رئیس ښاغلي حاجی بهیر، ورسره مل پلاوي نظر جان، د بکوا ولسوالي، ولسوال ښاغلي مولوي مومن الله ” حاجي آصف”، له سویس او سوزرلنډ بهرنيو هیوادونو څخه د راغلو پلاوو هډوار سوډاني، اُرسولا […]

 

تیره ورځ سه شنبه د فراه ولایت په بکوا ولسوالي کې یو روغتیایې کلنیک د دې ولایت د سرې میاشتې د رئیس ښاغلي حاجی بهیر، ورسره مل پلاوي نظر جان، د بکوا ولسوالي، ولسوال ښاغلي مولوي مومن الله ” حاجي آصف”، له سویس او سوزرلنډ بهرنيو هیوادونو څخه د راغلو پلاوو هډوار سوډاني، اُرسولا سوزرلنډۍ، سیمه یېزو روغتیایې، ملکي او نظامي مسؤلینو، قومي مخورو، او ګڼو ځوانانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مسؤلینو په وینا یادو راغلو پلاوو له ځان سره د (۲۵۰۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د اکسرې دستګاه، د وینې ساتلو لپاره یخچال، میکروسکوپ، شاوخوا شپیته (۶۵) قلمه بیلا بېل روغتیایې توکي هم راوړي وه.