د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ له اداري کارکوونکو سره د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د رئيس غونډه!

1443/8/5   نن سه شنبه د فراه ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس الحاج مولوي عبدالغفار “رحماني” د دې ولايت د امنیه قوماندانۍ له اداري کارکوونکو سره وکتل. په نننۍ غونډه کې د امنیه قوماندانۍ ټولو اداري کارکوونکو ګډون درلود، دوی له یو بل سره د همکارۍ په اړه لنډې خبرې وکړي. […]

1443/8/5

 

نن سه شنبه د فراه ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس الحاج مولوي عبدالغفار “رحماني” د دې ولايت د امنیه قوماندانۍ له اداري کارکوونکو سره وکتل.

په نننۍ غونډه کې د امنیه قوماندانۍ ټولو اداري کارکوونکو ګډون درلود، دوی له یو بل سره د همکارۍ په اړه لنډې خبرې وکړي.

د غونډې ګډونوالو ته د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي “رحماني” صاحب د امر باالمعروف او نهي عن المنکر محترم وزارت پنځه پیغامونه په لنډو ټکو کې واورول، ده همدارنګه د دې اړینو پیغامونو پر لاره اچولو باندې په ټېنګه توګه ټینګار وکړل.

ښاغلي “رحماني” په لاندې توګه پیغامونو ته نغوته وکړه:

1:- ټول اداري کارمندان مکلف دي چې د نبوي سنتو سره سم ځانونه تنظیم کړي.

2:- ټولې ښځینه کارکونکې باید د کار ځای ته د شرعی حجاب سره ننوځی.

3:- هغه کارکوونکي چې ښځې دي باید په جلا څانګه کې کار وکړي.

4:- ټول اداري کارکوونکي به په جماعت کې حاضر وي.

5:- ښځینه مراجعین باید دیني حجاب ولري، کنه عریضې نه منل کیږي.

د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ښاغلي رئیس همدرانګه وویل، کله چې موږ د خپلو خلکو چوپړ کوو، باید له الهي احکامو سره په ټکر کې نه وي.

دفراه ولايت داطلاعات اوکلتور رياست خبري څانګه باختر آژانس