په فراه ولايت کي د خصوصي پوهنتونونو د کانکور آزموينه واخيستل سوه:

  دباخترآژانس دخبرله مخي په فراه ولايت کي نن جمعه. د غرجستان او ابونصر خصوصي پوهنتونونو د 1401 هـ ش کال د کانکور آزموينه واخيستل سوه. ياده آزموينه چي په لسګونو نارينه او ښځينه زده کوونکو ګډون پکښې کړی وو د فراه ولايت د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د مولوي نورالحق مظهري په مشرۍ […]

 

دباخترآژانس دخبرله مخي په فراه ولايت کي نن جمعه.
د غرجستان او ابونصر خصوصي پوهنتونونو د 1401 هـ ش کال د کانکور آزموينه واخيستل سوه.
ياده آزموينه چي په لسګونو نارينه او ښځينه زده کوونکو ګډون پکښې کړی وو د فراه ولايت د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د مولوي نورالحق مظهري په مشرۍ د راغلي هيئت لخوا يې څارنه کېدل.
په هغه غونډه کي چي په همدې مناسبت د غرجستان لوړو زده کړو مؤسسې کي جوړه سوې وه په فراه ولايت کي د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي مولوي نورالحق مظهري ګډونوالو او د کانکور داوطلبانو ته وينا وکړه چي په ترڅ کي يې د لوړو زده کړو د ارزښت بيانولو ترڅنګ محصلينو ته د زده کړو په بهير کي د سختيو د ګاللو او هدف ته د ځان رسولو توصيه هم وکړه او ددې يادونه يې وکړه چي پوهنتون ستاسو ګډ کور دی نو ځکه د پوهنتون د اداري پرسونل او استادانو سره په همږغۍ خپل درسي بهير پر مخ يوسئ.اطلاعات اوکلتور،ریاست.
۱۴۴۳/۸/۲۲ق.