والی فراه با مسئولان و نمایندگان موسسات مختلف در این ولایت دیدار کرد.

    خبرگزاری باختر فراه ۱۳۳۴/۹/۲۴   در نسشتی که به رهبری مولوی روحانی والی فراه در دفتر کارش با مسئولین و نمایندگان موسسات مختلف در این ولایت برگزار گردیده بود، رئیس اقتصاد مقام ولایت قاری عبدالقیوم اسحاق، رئیس دفتر والی انجنیر شکیب الله مدثر، انجنیر جمعه گل فروتن رییس سکتور خصوصی و داکتر سراج […]

 

 

خبرگزاری باختر فراه

۱۳۳۴/۹/۲۴

 

در نسشتی که به رهبری مولوی روحانی والی فراه در دفتر کارش با مسئولین و نمایندگان موسسات مختلف در این ولایت برگزار گردیده بود، رئیس اقتصاد مقام ولایت قاری عبدالقیوم اسحاق، رئیس دفتر والی انجنیر شکیب الله مدثر، انجنیر جمعه گل فروتن رییس سکتور خصوصی و داکتر سراج الدین “مزمل” رییس اداره صحت عامه حضور داشتند.

 

جلسه در نخست با تلاوت آیاتی چند از قرآن کریم توسط قاری اسحاق رئیس اقتصاد مقام ولایت آغاز شد.

 

اقای مدثر بر علاوه‌ی خوشامدگویی به مهمانان، سخنانش را بر کم‌رنگ بودن همکاری موسسات همکار در این ولایت آغاز نمود.

 

پس از آن آقای روحانی والی فراه به مسئولین و نمایندگان نهادهای مستقر در این ولایت گفت: که توزیع کمک‌های شما در این ولایت اشتباه است، زیرا شما از رؤسای شوراهای محلی لیست می خواهید و آنان  در نخست به شما لیست اقارب شانرا می‌دهند، که در این صورت اکثر مستمندان و فقراء از کمک شما محروم می شوند. والی فراه بر هماهنگی و ارتباط مسئولین و کارکنان موسسات با مقام ولایت تاکید کرد.

 

آقای روحانی همچنین دستورات و توصیه های مختلفی را در خصوص نحوه انجام وظایف آنان بصورت درست ارشادات لازم را به آنان ارائه داشت.

 

در مقابل مسئولین موسسات از عدم همکاری ‌ها میان آنان و سکتور خصوصی صحبت کرده و افزوند: که مسائل قوم‌گرایی در قریه‌جات و قصبات، حتی مرکز باعث توزیع نادرست کمک‌های آنان شده است.

از سوی ‌هم این مسئولان و نمایندگان از امنیت موجود در فراه ابراز خرسندی کردند و گفتند که ما در حال حاضر در بخش‌های صحی، امدادی و کمک‌های بشردوستانه دیگر در این ولایت با خاطر بسیار آرام و امن فعالیت می‌نمایم، زیرا در حال حاضر هیچ فرقه‌ی وجود ندارد که بتواند جلوی ما را بگیرد. آنان از شفافیت و صداقت در کار خود کاملا اطمینان دادند.‌

این مسئولین نیز از مقام ولایت خواستند تا یک‌ دیتابیس را غرض توزیع کمک‌های عادلانه بسازند و در این زمینه جلسات ماهوار را برگزار نمایند.

 

 

د فراه ولایت والي په دې ولایت کې د ګڼو موسسو له مسؤلینو او استازو سره وکتل.

 

فراه      ۲۵ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳

۰۶ / غوایی / ۱۴۰۱

 

نن سه شنبه، د فراه ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب په دې ولایت کې د ګڼو موسسو له مسؤلینو او استازو سره ګډه ناسته ترسره کړه.

 

په ناسته کې د فراه ولایت د والي ښاغلي “روحاني” صاحب په ګډون، د ولایت مقام د اقتصاد رئیس، ښاغلي قاري عبدالقیوم “اسحاق”، د دفتر رئیس ښاغلي انجینر شکیب الله “مدثر”، خصوصي سکتور رئیس انجینر جمعه ګل “فروتن”، عامې روغتیا ریاست، رئیس ښاغلي ډاکټر سراج الدین “مزمل”، د ګڼو موسسو مسؤلینو او استازو هم ګډون درلود.

 

غونډه لومړی د ولایت مقام د اقتصاد د رئیس ښاغلي قاري “اسحاق” له خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

 

د ولایت مقام د دفتر د رئیس ښاغلي انجینر “مدثر” له خوا میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په فراه ولایت کې د موسسو د کم رنګه شتون په پوښتنې سره د غونډې پیلېزه وینا وشوه.

 

ورپسې د فراه والي ښاغلي “روحاني” صاحب په فراه ولایت کې د میشتو موسسو راغلو مسؤلینو او استازو ته وویل، چې ستاسو د مرستو ویش ناسم دی، ځکه چې تاسو د سیمه ییزو شوراګانو له رئیسانو څخه لیستونه غواړئ، چې هغه په لومړي قدم کې تاسو ته د خپلو خپلوانو نومونه درکوي، چې په دې حالت کې زموږ ډیری بې وزله او وړ وګړي، ستاسو له مرستو څخه بې برخې کېږي، ده همدارنګه سیمې ته د موسسو د مسؤلینو او یا کارکونکو د تګ په وخت کې پر همغږۍ او اړیکه نیولو باندې ټینګار وکړ او وې ویل، چې تاسو هر یو اړ یاست، چې سیمې ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه تر تګ مخکې باید له ولایت مقام سره همغږې او اړیکه ونیسئ، ترڅو تاسو په ډاډه زړه او د امن په فضا کې کار وکړئ.

 

ښاغلي “روحاني” صاحب همدارنګه په ښه توګه د کړنو او دندو پر مخ وړلو او نورو اړېنو موضوعاتو په اړه بیلا بېلې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.

 

بل خوا د موسسو د مسؤلینو او استازو له خوا د خصوصي سکتور او موسسو ترمنځ د همغږې نه شتون، د موسسو له خوا د کړنو په سرته رسولو کې د ظرفیت کمښت، د ملکي ( په کلیو او بانډو کې د خان او ملک) سیسټم له منځه وړلو او نورې ګڼې ستونزې واورولې، دوی همدارنګه له اوسني امنیت څخه خوښې څرګنده کړه او وې ویل، چې موږ اوس تر پخوا په ډیره ارامه او ډاډمنه فضا کې خپلې خیریه، روغتیایې، مرستندویه، بشري کړنې او چوپړتیاوې وړاندې کوو، ځکه چې اوس کوم زورواکی یا بل کس نشته، چې زموږ مخه ډب شي، ولي موږ په خپل منځ کې روڼتیا ته اړتیا لرو، باید په خپلو کارونو او دندو کې رښتینې واوسو، دوی همدارنګه د ولایت په کچه د مرستو د عادلانه ویش لپاره د ډیټابیس د جوړیدو او میاشتنیو ناستو غوښتونکي وو.

داطلاعات اوکلتور،ریاست.

۱۴۴۳/۹/۲۵ق