فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د ګڼو مسؤلینو او ولسي مخورو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

۲۳ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۴ / غوایی / ۱۴۰۱ په غونډه کې د ولسوال د مرستیال ښاغلي بیت الله، په ګډون امنیه قوماندان، استخباراتو مدیر، امر باالمعروف او نهي عن المنکر مدیر او د ولسوالي اړوند کارکونکو او ولسي مخورو هم ګډون درلود. غونډې ته لومړی د غونډې د ګډونوالو له خوا بیلا […]

۲۳ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳
۰۴ / غوایی / ۱۴۰۱

په غونډه کې د ولسوال د مرستیال ښاغلي بیت الله، په ګډون امنیه قوماندان، استخباراتو مدیر، امر باالمعروف او نهي عن المنکر مدیر او د ولسوالي اړوند کارکونکو او ولسي مخورو هم ګډون درلود.

غونډې ته لومړی د غونډې د ګډونوالو له خوا بیلا بېل د همغږۍ نظرونه وړاندې شول.

ورپسې د ولسوال مرستیال ښاغلي بیت الله له خوا د ا.ا.ا د عالیقدر شیخ الحدیث امیرالمؤمنین مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله فرمانونه واورول شول، ده په ورته وخت کې د نشه یې توکو د پیر، پلور، کروندو او کار په اړه اړوندو مسؤلینو، سوداګرو او بزګرانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړي.

ښاغلي بیت الله د امنیتي حوزو ټولو نظامي مسؤلینو ته په ټینګار سره وویل، چې د امیر المؤمنین د هر فرمان او د ا.ا.ا د ټولو اصولو په عملي کولو کې باید ګړندي ګامونه پورته کړئ.