فراه ولایت د پشت کوه ولسوالي د ولسوال تر رهبرۍ لاندې د اداري غونډې جوړه شوه

  ۲۲ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۳ / غوایی / ۱۴۰۱ فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د ولسوال، ښاغݪي محمد انور “فیروز”، په مشرۍ اداري غونډه کې د دې ولسوالۍټول اداري پرسونل ګډون درلود. غونډې ته لومړی د غونډې د ګډونوالو مدیرانو او مسؤلینو له خوا د دوی اړوندې شته ستونزې او ننګونې […]

 

۲۲ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳
۰۳ / غوایی / ۱۴۰۱

فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د ولسوال، ښاغݪي محمد انور “فیروز”، په مشرۍ اداري غونډه کې د دې ولسوالۍټول اداري پرسونل ګډون درلود.

غونډې ته لومړی د غونډې د ګډونوالو مدیرانو او مسؤلینو له خوا د دوی اړوندې شته ستونزې او ننګونې په وار سره واورولې شوې.

وروسته ولسوال ټولو کارکونکو او اداري پرسونل ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی کړنې او لاسته راوړنې وستایلې، نوموړي همدارنګه د اسلامي شریعت او د ا.ا.ا د اصولو اړوند د دندو مخته وړل، دندو ته پر وخت حاضریدل او د اداري سمون په اړه د نورو مواردو په اړه لازمې هر اړخیزې سپارښتنې او لارښوونې وکړي.
اطلاعات وکلتور،ریاست.
۱۴۴۳/۹/۲۲ق