فراه ولایت ته د اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو وزیر سفر

    نن شنبه د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو وزیر الحاج شیخ نور محمد ثاقب د هېواد له مرکز څخه فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له جيدو علماوو او د سیمه ییزې ادارې له یو شمېر مسوولینو سره یې وکتل. د ارشاد حج او اوقافو وزیر په […]

 

 

نن شنبه
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو وزیر الحاج شیخ نور محمد ثاقب د هېواد له مرکز څخه فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له جيدو علماوو او د سیمه ییزې ادارې له یو شمېر مسوولینو سره یې وکتل.

د ارشاد حج او اوقافو وزیر په خپل سفر کې فراه ولایت ته په هغه ناسته کې چی نن ېې د فراه ولایت مقام د ناستو په تالار کې ترسره کړه، ددوی ستونزي ېې په غور سره واوریدي، د هر ډول ممکنه همکاريو ډاډ ېـې ورکړ.

په ناسته کې د دغه ولایت د علماوو په استازیتوب شیخ الحدیث والتفسیر مفتي عبدالقوي د فراه ولایت د ارشاد حج او اوقافو د ادارې پر شته ستونزو لکه د کارکوونکو کموالی، د نفوسو په تناسب د فراه د حاجيانو د زياتې ونډې او نورو ملي مسائلو لکه د بخش اباد بند جوړولو ته د حکومت پاملرنه او د ۷۸ مرز سوداګریز بندر عاید لوړول موضاعاتو باندې ېې اړينې خبرې وکړي.
له بلې خوا د ارشاد حج او اوقافو وزیر د دغه ولایت د جیدو علماوو او په دې غونډه کې حاضرو کسانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: د نن ورځې د علماوو یووالی د اسلامي امارت د حاکمیت له برکته لاسته راغلی.
نوموړي له مرکز څخه فراه ته خپل د راتګ لامل د ارشاد حج او اوقافو ریاست په دفتر کې د شته ستونزو حل کول او د علماوو د ستونزو اوریدلو تر څنګ د دوی وړانديزونو ته پاملرنه وبلل.
ښاغلي وزیر زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د اسلامي شریعت پلي کیدو ته ژمن دی او د دې مهیوادد استقلال او بشپړتیا په برخه کې به خپل ټول توان او کار وکړي او د هیواد د ابادۍ په برخه کې به عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي د دغه ولايت د علماوو وړانديزونو ته د پاملرنې ژمنه وکړه او ويې ويل، چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت رهبري هوډ لري، څو د امیرالمومنین د فرمان له مخې د ولايتونو په جوماتونو کې هغه علماء وګوماري، چې د سم تلاوت توان ولري، فصیح ژبه، ښه مخینه، په ملي ژبو پوهه، د امامت د ځای له خلګو د لهجو سره بلدتیا، ځایي خلکو سره په تفاهم او د اسلامي امارت د احکامو مراعات کولو ته ژمن وي.
د غونډې په پای کېمحترم وزیرصیب، ژمنه وکړه چې د دغه ولایت د علماوو وړاندیزونه او غوښتنې به په مرکز کې د اسلامي امارت رهبري ته ورسوي.
اطلاعات اوکلتور،ریاست.
۱۴۴۳/۸/۲۳ق.