فراه ولایت، د فراه رود ولسوالۍ د ولسوال په مشري د اداري غونډې جوړیدل!

  باختر خبري آژانس دخبرله مخي ۰۳ / وری / ۱۴۰۱ تیره ورځ سه شنبه د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د دې ولسوالي د ولسوال په مشرۍ اداري غونډه جوړه او ترسره شوه. په غونډه کې د ولسوال ښاغلي عدالت صاحب، په ګډون امنیه قوماندان ښاغلي ملا محمد “مستغفر”، علماء کرامو، مخورو […]

 

باختر خبري آژانس دخبرله مخي
۰۳ / وری / ۱۴۰۱

تیره ورځ سه شنبه د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د دې ولسوالي د ولسوال په مشرۍ اداري غونډه جوړه او ترسره شوه.

په غونډه کې د ولسوال ښاغلي عدالت صاحب، په ګډون امنیه قوماندان ښاغلي ملا محمد “مستغفر”، علماء کرامو، مخورو او د ولسوالي ګڼو مسؤلینو ګډون درلود.

پرونۍغونډه د فراه رود ولسوالۍ د رسمې کیدو، د بخش اباد بند د جوړولو او د دې ولسوالۍلپاره د ښاروال ټاکلو په موخه جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې د یادو کارونو د سرته رسولو او فراه رود ولسوالۍ ته د ا.ا.ا د مشرانو پر ځانګړې پاملرنې باندې ټینګار وکړل.

دوی زیاته کړه، چې فراه رود د کابل ـ هرات په غځیدلې لویې لارې باندې پروت بازار لري، په وینا یې، چې دا بازار د خپل جوړښت او سوداګریز موقعیت له مخي د سیمې او هیواد لپاره ډیر ګټور دی، دوی همدارنکه وویل، چې دا کارونه به د ا.ا.ا د پیاوړتیا لپاره ډیر ګټور تمام شي.

د غونډې په اخرنیو شیبو کې د یادې ولسوالۍد غوره امنیت او د مجاهدینو ترمنځ د سالمې همغږۍ په اړه هم خبرې وشوې.
اطلاعات اوکلتورریاست.
۱۴۴۳/۸/۲۰ق.