نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه ـ باختر خبري آژانس ۲۶ / کب / ۱۴۰۰ فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په څو کليو کې د شري د ناروغیو د پېښو زیاتیدل او د خلکو د بې سارو اندیښنو په تړاو د عامې روغتیا ریاست بیړنۍ ناسته ترسره او د سیمې لپاره روغتیایې ټيمونه چمتو او ولېږل شول. د عامې […]
فراه ـ باختر خبري آژانس ۲۶ / کب / ۱۴۰۰
فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په څو کليو کې د شري د ناروغیو د پېښو زیاتیدل او د خلکو د بې سارو اندیښنو په تړاو د عامې روغتیا ریاست بیړنۍ ناسته ترسره او د سیمې لپاره روغتیایې ټيمونه چمتو او ولېږل شول.
د عامې روغتیا ریاست، رئیس ښاغلي ډاکټر سراج الدین “مزمل” باختر خبري آژانس ته وویل، چې زموږ د روغتیایې ټیمونو له خوا به لومړی هغه سیمې وکتلې شي، کومې چې د شري ناروغې پکې خپره او زیاته شوې ده، دوی به همدارنګه پر ناروغۍ اخته کسانو باندې یو لړ لومړنۍ مرستې او واکسینونه هم تطبیق او نورو کلیو ته د یادې ناروغۍ د پراختیا مخه ونیسي.
ښاغلي “مزمل” همدارنګه له سیمه ییزو خلکو څخه وغوښتل، چې د روغتیایې ټیم له پرسونل سره پوره همکارې وکړئ او پر شرایطو برابر ماشومان مو واکسین کړئ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.