فراه ولایت، بکواه ولسوالي ته د ملګرو ملتونو لویدیځ زون استازي او لوړ پوړو پلاوو ګډ سفر.

  فراه ـ باختر خبري آژانس ۰۳ / وری / ۱۴۰۱ تیره ورځ سه شنبه د ملګرو ملتونو، لویدیځ زون استازي ښاغلي انجینر جاوید او ورسره مل ولایتي لوړ پوړو پلاوو، د دې ولایت بکواه ولسوالي ته د شته ستونزو او ننګونو په موخه ګډ سفر ترسره او له ګڼو مسؤلینو او مخورو سره یې […]

 

فراه ـ باختر خبري آژانس
۰۳ / وری / ۱۴۰۱

تیره ورځ سه شنبه د ملګرو ملتونو، لویدیځ زون استازي ښاغلي انجینر جاوید او ورسره مل ولایتي لوړ پوړو پلاوو، د دې ولایت بکواه ولسوالي ته د شته ستونزو او ننګونو په موخه ګډ سفر ترسره او له ګڼو مسؤلینو او مخورو سره یې ولیدل.

د بکوا ولسوالي د سیمه یېزو امنیتي او ملکي مسؤلینو له خوا راغلو پلاوو ته له ښه راغلاست سره سم د دې ولسوالي د روغتون، سړک، پاکو اوبو، کډوالو، اصلاح شویو تخمونو، د بارانو او سیلابونو له کبله د ویجاړ شویو کورونو او نورې ګڼې ستونزې واورولې شوې.

د ملګرو ملتونو، لویدیځ زون استازي ښاغلي انجینر جاوید له دوی څخه د مننې ترڅنګ د یادو ستونزو په اړه هر ډول ډاډ او حل وعدې ورکړې، ده زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي ټیم کې به خپلې مرستې سرته ورسوو.
اطلاعات اوکلتور،ریاست.