نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
1443/8/12 په غونډه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، د رئیس ښاغلي مولوي عبدالغفار “رحماني” په ګډون، راغلي پلاوي ښاغلي مفتي عزت لله “راشد”، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالحی “سباوون” او د دې ریاست ټولو اداري کار کونکو هم ګډون درلود. غونډې ته د قرانکریم د څو […]
1443/8/12
په غونډه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، د رئیس ښاغلي مولوي عبدالغفار “رحماني” په ګډون، راغلي پلاوي ښاغلي مفتي عزت لله “راشد”، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالحی “سباوون” او د دې ریاست ټولو اداري کار کونکو هم ګډون درلود.
غونډې ته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو له تلاوت څخه وروسته لومړی د امر باالمعروف ریاست راغلي پلاوي ښاغلي مفتي عزت الله “راشد” د پیروۍ (اطاعت) په اړه وینا وکړه، ده وویل، چې په اسلام کې له پیروې څخه مطلب فرهنګ دی، هر هغه څه چې موږ او تاسو یې د اسلام په چوکاټ کې په ورځنۍ توګه سره مخته وړو فرهنګ بلل کېږي، ده د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې موږ او تاسو اړ یو، ترڅو پر اسلامي او افغاني آر فرهنګ باندې ځانونه برابر کړو.
ورپسې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ښاغلي عبدالغفار “رحماني” هم په خپله وینا کې د فرهنګ په اړه لنډې خبرې وکړي او وې ویل، چې موږ تر بل هر چا ښه فرهنګ لرو، نو له دې کبله اړ یو، ترڅو د خپل فرهنګ په ساتنه او نورو ته رسونه کې تر بل هر چا مخکې شو، ده زیاته کړه، چې دا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دی، دنده یې په ټولنه کې فرهنګي چارې مخته وړل دي، نو تاسو باید لومړی فرهنګ پر خپل ځان او نورو باندې عملي کړئ.
د غونډې په اخیرنیو شیبو کې د راغلو پلاوو له خوا د سکالو (موضوع) اړوند د امر باالمعروف او نهي عن المنکر محترم وزارت لاندینې پيغامونه واورول شول:
۱- ټول اداري پرسونل بايد د نبوي سنت اړوند ځانونه برابر کړي.
۲ـ ټول ښځينه کارکوونکې بايد کار ته په حجاب کې راشي.
۳ـ ښځينه پرسونل بايد د نارينه پرسونل نه په سیوا اطاق کې خپل کارونه ترسره کړي.
۴ـ ټول اداري پرسونل بايد د لمانځه پر وخت لمونځ په جماعت سره اداء کړي .
۵ـ ښځينه مراجعینې بايد د مراجعې په وخت کې اسلامې حجاب مراعات کړي، د نه حجاب په صورت کې دي عريضه ورڅخه نه اخیستل کيږي.
په اخیر کې غونډه د ښاغلي “سباوون” صاحب د دعائې په ویلو سره پاى ته ورسيده.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.