د هلمند ولایت د شین کلي په سیمه کې دوه کلنه شخړه هواره شوه

دهلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د شین کلي په سیمه کې د دووکورنیو ترمنځ دوه کلنه شخړه نن د ۱۴۴۳/۸/۱۴ مه نېټه هواره اوپه دوستۍ بدله شوه. کله چې د سیمې خلکو د یاد ولایت د سرحدونو،قومونواوقبایلوچاروله ریاست څخه د ستونزې په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه د هلمند ولایت د سرحدونو، قومونواوقبایلوچارو ریئس ښاغلی […]

دهلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د شین کلي په سیمه کې د دووکورنیو ترمنځ دوه کلنه شخړه نن د ۱۴۴۳/۸/۱۴ مه نېټه هواره اوپه دوستۍ بدله شوه.
کله چې د سیمې خلکو د یاد ولایت د سرحدونو،قومونواوقبایلوچاروله ریاست څخه د ستونزې په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه
د هلمند ولایت د سرحدونو، قومونواوقبایلوچارو ریئس ښاغلی عبدالهادي حماد په مشرۍ د ځایي چارواکوپلاوي ، په داسې حال کې چې علماء کرام او قومي مشرانو هم ګډون درلود له خبرو اترو وروسته د دوو ورځو موده کې په دې وتوانېدل چې شخړه حل او ښکېلو غاړو ته غوره او مثبتې توصېې او شرطونه چې په راتلونکې کې د بیا ځلي شخړې مخه ونیسي وړاندې کړل چې د دواړو لورو له خوا ومنل شوه او د بیا ځلي شخړې د نه کولو ډاډ یې ورکړ.