د فراه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې یو تن قاتل ونیول شو.

فراه ـ باختر خبري آژانس ۰۲ / وری / ۱۴۰۱ نن سه شنبه شاوخوا ۱۰ بجې د فراه ولایت، خاکسفید ولسوالۍ د حاجی اباد په سیمه کې د استخبارانو له خوا یو تن قاتل (برکت ولد دوست محمد د خاکسفید ولسوالي د رنج د کلي اوسیدونکی)، د دې ولایت د ګلستان ولسوالي د یو تن […]

فراه ـ باختر خبري آژانس
۰۲ / وری / ۱۴۰۱
نن سه شنبه شاوخوا ۱۰ بجې د فراه ولایت، خاکسفید ولسوالۍ د حاجی اباد په سیمه کې د استخبارانو له خوا یو تن قاتل (برکت ولد دوست محمد د خاکسفید ولسوالي د رنج د کلي اوسیدونکی)، د دې ولایت د ګلستان ولسوالي د یو تن کاریگر ( نقیب الله ولد عبدالحی) د قتل په تور ونیول شو.
یاد قاتل له پیښې نه د تیښتې پر مهال ونیول شو او موضوع یې د خاکسفید ولسوالۍ  دجنایی جرمونوپه وڔاندي مبارزي ته وسپارل شوه.
اطلاعات اوکلتورریاست
۱۴۴۳/۸/۱۹ق