د شهید محمد اکبر خصوصي ښوونځي آمريت د میاشتنۍ ازموینې ممتاز زده کوونکي په معنوي توګه وهڅول.

    فراه ولایت د شهید محمد اکبر خصوصي لیسې په انګړ کې د وري میاشتې په ۳۱ نېټه، د زده کوونکو د هڅونې په اړه د جوړ شویو مراسمو په ترڅ کې د دې ښوونځي د آمر ښاغلي سهار ګل “زمریال” له خوا هغه زده کوونکي، چې په میاشتنۍ ازموینه کې ښه ځلیدلي وو، […]

 

 

فراه ولایت د شهید محمد اکبر خصوصي لیسې په انګړ کې د وري میاشتې په ۳۱ نېټه، د زده کوونکو د هڅونې په اړه د جوړ شویو مراسمو په ترڅ کې د دې ښوونځي د آمر ښاغلي سهار ګل “زمریال” له خوا هغه زده کوونکي، چې په میاشتنۍ ازموینه کې ښه ځلیدلي وو، په معنوي توګه د ستاینلیکونو او ډالیو په واسطه وهڅول شول.

په یادو مراسمو کې د شهید محمد اکبر خصوصي ښوونځي آمر ښاغلي سهارګل “زمریال”، سر ښوونکي ښاغلي بارالدین “امیري”، اداري پرسونل او ګڼو زده کوونکو هم ګډون درلود.

غونډې ته د قرانکریم د څو آیاتونو له تلاوت څخه وروسته د یادې لیسې آمر ښاغلي سهارګل “زمریال” د زده کونکو د لا زیاتې هڅونې، ښو لاسته راوړنو، ټولنې ته د تاندو چوپړوالو د وړاندې کولو په اړه وویل، چې
هر زده کونکی باید د ښه راتلونکي او د هیواد د بساینې لپاره تر نن لا زیات زیار وباسي، ده زده کوونکو ته په خطاب سره وویل: که غواړئ، چې په ښوونځي او ټولګي کې هوښیار، پیاوړي او یا خپله اراده او استقامت پیاوړي کړئ او په علمي بریالیتوب کې ښه وځلېږئ، نو اړېنه ده، چې ټولګي ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شئ، تل هڅه وکړئ، چې د ټولګي مخ قطارونه اشغال کړئ، د خپلو زده کړو لپاره یو منظم پلان ولرئ، د سباني لوست سرلیک او له ښوونکي څخه وړاندې لوست مطالعه کړئ، تل چمتو اوسئ، په بشپړه توګه متمرکز اوسئ، د یادښتونو اخیستل مه هیروئ، د نن کار سبا ته مه ځنډوئ، ستونزو ته پوره پاملرنه وکړئ، په ټولګي کې خپل چلند ته پام وکړئ.

د زده کونکو په استازیتوب د رامین په نوم یو تن زده کوونکي، د لیسې د آمریت دا ډول هڅونه او پاملرنه وستایله او زیاته یې کړه، چې ستاسو دې کار موږ ته ډیره ښه انرژې را بخښلې ده او د پخوا په پرتله نور هم پیاوړي شوي یو، نوموړي د زده کوونکو په استازیتورب ډاډ ورکړ، چې د ژوند په هر ډول حالت کې به د هیواد او د هیواد د وګړو لپاره خپلو لاسته راوړنو ته دوام ورکړي.

د مراسمو په اخیرنیو شیبو کې ممتازو زده کوونکو ته د لیسې د آمریت له خوا چمتو شوي ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړلې شوې.
اطلاعات اوکلتور،ریاست.
۱۴۴۳/۹/۲۱