د بادغیس دکرنې کارکوونکو سره د کرنې د سرپرست وزیر کتنه

۴ غویی ۱۴۰۱ ه‍.ش ۲۳ رمضان ۱۴۴۳ه‍.ق دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوی، بادغیس ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې ریاست کارکوونکو او چاروکو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدل. دکرنې وزارت سرپرست د باغیس دکرنې کارکوونکو سره په کتنه کې […]

۴ غویی ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۳ رمضان ۱۴۴۳ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوی، بادغیس ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې ریاست کارکوونکو او چاروکو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدل.
دکرنې وزارت سرپرست د باغیس دکرنې کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی د فعالیتونو او کړونو قدرداني وکړه او ویې ویل: «کرنه د هېواد د اقتصاد لویه برخه جوړوي او موږ باید د کرنې د ودې او پراختیا په پار د خپل توان ترکچې هلې ځلې وکړو، ځکه د هېواد نږدې ۷۵ سلنه وکړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او موږ باید ورته اسانتیاوې رامنځته کړو.»
د بادغیس دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس قاری محسن، بادغیس ولايت ته دکرنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي دراتګ هرکلۍ وکړ او ددې ادارې د فعاليتونو او لاسته راوړنو راپور يې دکرنې وزارت سرپرست وزير ته وړاندې کړل او د بادغیس ولايت دکرنې او مالدارۍ سکټور ته د کرنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتونکي شول.

 ……………………………………………………………..
سرپرست وزارت زراعت با کارمندان زراعت بادغیس دیدار کرد
۴ ثور ۱۴۰۱ هـ.ش
۲۳ رمضان ۱۴۴۳ هـ.ق
مولوی عبدالرحمن راشد، سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه‌‌شان در جریان سفر به ولایت بادغیس با مسوولان و کارمندان زراعت آن ولایت دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمودند
سرپرست وزارت زراعت در جریان دیدار با کارمندان زراعت از فعالیت‌ها و کارکردهای شأن قدردانی کرده و گفت« زراعت یک بخش بزرگ از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد و ما باید در حد توان در رشد و انکشاف آن کوشش کنیم چون ۷۵ درصد مردم ما وابسته به زراعت است و ما باید به آنها سهولت ایجاد کنیم».
قاری محسن رییس زراعت، آبیاری و مالداری بادغیس  تشریف آوری  سرپرست وزیر زراعت و هیئت همراه شان را  به بادغیس خیر مقدم گفته  و گزارش فعالیت‌ها و دستاوردهای آن اداره را به سرپرست وزارت زراعت بیان کرده و خواهان توجه رهبری وزارت زراعت به سکتور زراعت و مالداری بادغیس شد.