د وفاء او غيرت وياړمن عمري داستان

ليکنه : بلال حديد د اسلام مبین دین ته وفادار رهبران او امامان د امت د برم ساتلو په هدف څوک ژوندي تر خاورو لاندې شول، څوک په سرو غوړیو کې جوش شول، څوک دار ته وړاندې شول ،څوک قران ته ناست سر يې قلم شو، د چا جنازې له زندانه راووتې ،چا د دنیا […]

ليکنه : بلال حديد

د اسلام مبین دین ته وفادار رهبران او امامان د امت د برم ساتلو په هدف څوک ژوندي تر خاورو لاندې شول، څوک په سرو غوړیو کې جوش شول، څوک دار ته وړاندې شول ،څوک قران ته ناست سر يې قلم شو، د چا جنازې له زندانه راووتې ،چا د دنیا غولوونکې رنګینۍ او ټوله شتمني تر شا او د سپيڅلي دین د دفاع په هدف د نومورکو قافلو ملګری شو ، چا د الله د میلمنو د ساتنې په هدف برحال نظام چپه ، پاچاهي پر غربت او هوسا ژوند په سختي بدل کړ او چا بیا د اسلامي امت په مینه کې خپل ژوند په اور لولپه کړ .

د اسلامي تاریخ هر باب د امت د رهبرانو د شجاعتونو او ویاړونو له ايمان تازه کوونکو واقعو ډک دی ، هر فصل يې د ولس په فداکاریو او سرښندنو ډک دی ، د اسلامي تاریخ په زرینو پاڼو کې په اوسني افغانستان کې د څو لسیزو لیکل شوی تاریخ د غیرت ، وفا ، فداکارۍ او په الله د توکل کیسې راته کوي . د افغانستان د زرین تاریخ باب پرانیزو ، د غیرتونو او ویاړونو داستانونه ګورو د دې داستان اتل په وفا او غیرت پوښلی (ثالث عمر ) دی .

ملا محمد عمر مجاهد د مولوي غلام نبي زوی د مولوي محمد رسول لمسی د هوتکو غيرتي قوم وخت په یوه پتمنه او متدینه کورنۍ کې په (۱۳۳۹) هــ ش چې له (۱۹۶۰)میلادي کال سره سمون خوري د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې دې نړې ته سترګې غړولې، د عمر په اته کلنۍ کې د مدرسې استاد ته د درس ویلو په موخه کیناستلی، د افغاني مدرسو د مروجه درسي نظام په تعقیب يې په (۱۸) کلنۍ کې د متوسطه ديني زده کړو په تحصیل پيل کړی؛خو د شرعي لوړو زده کړو د تحصیل په دوران کې په ګران هیواد د کمونیستي نظام توره تياره خپره شوه او ځوان عمر يې د زده کړو پوره کيدو ته پرينښود ، د تورو تيارو پر ضد يې د حق ځليدونکی مشال او د حق ځليدونکې تورې ته لاس کړ او د تيارو تر ورکولو پورې يې د حق لاره تعقيب کړه ، روسان او د هغوی لاسپوڅي کمونستان له ماتې او رسوايي سره مخ شول .

د کمونستانو له شکست سره سم ملا محمد عمر مجاهد توره په تيکي کړه او په ديني مدرسو کې يې خپلو نيمګړو ديني زده کړو ته دوام ورکړ .
کله چې په هيواد کې د ملوک الطوايفي او انارشي دوره شروع شوه ، د شر او فساد مخکښانو هيواد د تجزيې له ګواښ سره مخ کړ ، هر ځای چور چپاول ، لوټ ، تالان او د مسلمانانو د عزتونو او ناموسونو سپکاوی پيل شو ملا محمد عمر مجاهد دا حالت ونه زغملای شو ، مدرسه يې پريښوده او د شر او فساد په وړاندې يې مبارزه او مجاهده پيل کړه .

ځوان او غښتلي ملا محمد عمر مجاهد په پوره ثبات او فداکارۍ د الله د ټولو دښمنانو مقابله وکړه، د شر او فساد لارويان، غاصبین ، غله ، ټوپکماران او وحشي ډلګۍ يې له یوې مخې تصفيه کړې او په مسلمانو افغانانو د کیدونکو ټولو ظلمونو او تیریو په وړاندې ودريد ، په کم وخت کې يې د ګران هیواد (۹۵) فیصده خاوره تر خپل واک لاندې راوسته او د الله قانون يې په کامله معنی پکې پلی کړ .

د خړې مدرسې طالب عمر نن د امت امير المؤمنین دی ، نن ورته له منځني ختیځ او افریقا څخه د تبریکۍ او بیعتونه راځي ، نن يې ټول امت د امارت راتګ ته لیوال دی ،نن يې القاب مجدد عصر ، ثالث عمر او د یوویشتمې پيړۍ بت شکن دی .

هو !

په اسلامي افغانستان کې دا بدلونونه په ډير کم وخت کې ترسره شول د دې لویو بدلونونو سبب څه دی ؟

د غريبې کورنۍ دې بچي ته نن ولې د ټول امت امارت سپارل کیږي ؟

د پوښتنې ځواب واضح دی ، د وخت عمر په الله ريښتونی توکل لري ،په امت زړه سوی لري ، له ولس سره مینه او اخلاص لري، دا ټول هغه څه دي چې عمر يې امیر المؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) کړ !

هو !

نن ثالث عمر او حقپالونکي پيروان يې د اسلام او مسلمانۍ او د الله ټولو امورو ته د تسلیمۍ په ګناه په اورونو او بمونو ویشتل کیږي ، نه يې په ماشوم رحم کیږي نه په تورسرې او سپين ږيري ، نن په ټوله بې رحمۍ د ده خواږه دوستان د ده په وړاندې ټوټه کیږي ، نن يې په ولس زړه سواند قومندانان په ټول وحشت ژوندي تر خاورو لاندې کیږي .

خو ثالث عمر رحمه الله دا ټول کړه د کوم هدف لپاره وکړل ؟ د څه لپاره يې خپله پادشاهي ، خپله کورنۍ او په پای کې د دنيا د ژوند خواږه ترک کړل؟

ملا محمد عمر رحمه الله دا هر څه د الله جل جلاله د رضاء او د الله د يو ريښتوني او مجاهد بنده د ساتنې لپاره قربان کړل ، د الله میلمه يې وساته او د ژوند ټولې خوښۍ يې د ده په وړاندې کيښودې ، نن د (۱۳۹۲هـ ش) د ثور مياشتې ( ۴ ) نيټه ده، ثالث عمر رحمه الله له فاني نړۍ په داسې حال کې رخصتيږي چې په تندي يې يوازې يو الله ته د سجدې نښې ښکاري ، اسلامي امت او اسلامي امارت يې تر شا یتیم پاتې کیږي او د ژوند له ټولو ارمانونو سره بت شکن ملا محمد عمر مجاهد د الله په لور تلونکی دی .

(رحمه الله تعالی) .

د ثالث عمر وياړمن تلين