څوک سرونه شیندي، څوک د یرغلګرو اډې غواړي

لیکوال: نصیب ځدراڼ تېره شپه د امریکایانو بې‌پېلوټه الوتکې د طالبانو له طرفه هلمند ته ټاکل شوی والي او نظامي مسؤل ملا عبدالمنان (ملا محمد رحیم) موټر په نښه کړ او په شهادت یې ورساوه.د پرون راهسې په رسنیو کې هر رقم تبصرې ورباندې روانې دي. ځینې ورباندې خفه دي او ځینې یې د طالبانو […]

لیکوال: نصیب ځدراڼ

تېره شپه د امریکایانو بې‌پېلوټه الوتکې د طالبانو له طرفه هلمند ته ټاکل شوی والي او نظامي مسؤل ملا عبدالمنان (ملا محمد رحیم) موټر په نښه کړ او په شهادت یې ورساوه.د پرون راهسې په رسنیو کې هر رقم تبصرې ورباندې روانې دي. ځینې ورباندې خفه دي او ځینې یې د طالبانو لپاره لوی ګذار بولي.
په داسې حال کې چې د ملا منان ډېر وطنوال د یرغلګرو تر څنګ ودرېدل، عصري ژوند یې پیل کړ، خارج کې یې کاروبار پیل کړ، چې پر کولمو یې درد شي بیا جرمني ته رسېدلي وي، ملا منان د هغه ازغنه لار ور خپله کړه کومه چې د زخمونو، مرګونو او زندانو ډکه وه. ده هم کولی شول چې د ضمیر فروشونو وطنوالو غوندې د سهولت ژوند تېر کړي؛ خو ده د سختیو لاره خوښه کړه، کوم مسؤلیت چې د اسلامي امارت د مشرتابه له‌خوا ور وسپارل شو، هغه یې په داسې توګه سر ته ورساوه، چې په هلمند کې برېتانویانو او امریکایانو خپل پوره قوت استعمال کړ، داخلیان یې د اردو، سپېشل فورس، اربکیانو او سنګوریانو په شکل کې ورته رامیدان ته کړل خو اتلس کاله پس یې هلمند نظامي وضیعت څه داسې رنګ دی چې دولت او خارجیان یوازې لښکر ګاه کې د ولایت ودانۍ ساتي نور ټول هلمند د دوی د لاسه وتلی دی.
په طالبانو د اغېز خبر چې تر کومه دی په دې کې شک نه‌شته چې یوه داسې ککرۍ افغانانو د لاسه ورکړه چې کم زیات لس کاله یې د امریکا او برېتانیه نظامي پلانونه وننګول او د ناکامۍ سره یې مخ کړل خو د طالبانو د قربانیو تاریخ د ملا بور جان د شهادت نه تر دښت لیلې او قلعه جنګي او د ګوانتانامو نه تر باګرام او څرخي‌پله زندانونو پورې پروت دی، بې ۵۲، بلیک هاک،کوبرا او د ډرون د میزایلو مقابله یې په یوه ټوپک او راکټ وکړه، یوازې دا نه د ملا اختر محمد منصور، ملا اختر محمد عثماني، ملا داد الله شهید، شیخ دوست محمد نورستاني، ملا عبید الله اخوند، ملا روزي خان عاکف، بدر الدین حقاني، امر الله رهبر، ملا عبدالسلام رهبر، مولوي سنګین فاتح او لسګونه د دوی غوندې نور مشرانو عملاً ځانونه د جنګ په میدان کې قربان کړل، د اوسني امیر شیخ هبة الله اخندزاده زوی خالد د خپل پلار په امارت کې فدایي برید وکړ او جلال الدین حقاني څلور زامن قربان کړل او نړۍ ته یې دا وښودله چې د طالبانو تحریک هغه تحریک دی چې نه یوازې ټیټ رتبه جنګیالي قرباني ورکوي، بلکې مشرانو یې هم ځانونه د قربانۍ په میدان کې سوي سکور کړل، د دومره لویې درجې قیادت له منځه تګ د دوی په تحریک یې هېڅ اغیز ونه‌کړ، بلکې د نړۍ هغه ۴۹ مغرور طاقتونه یې اتلس کاله وروسته ماتې په درشل کې ودرول چا چې ویل چې دوو میاشتو کې به طالبان ختم کړو.
افغانستان کې ډېر سیاسي تنظیمونه فعالیت کوي، دا تنظیمونه په لساني، مذهبي، قومي او د کمونېزم د نظریو پر بنسټ جوړ شوي دي؛ خو یوه تنظیم هم دا ادعا نه‌شي کولی چې په ټول افغانستان کې دي نفوذ ولري، د طالبانو په تحریک کې د بدخشان تاجک، د نیمروز بلوڅان، د سرپل ازبکان، د جنوب او شرق پښتانه پوره برخه لري، چې هېڅ مراعات او پیسې پکې نه‌شته، یوازې د دین او هېواد د دفاع یوه عقیده ده چې ټول یې سره یو ځای کړي دي.په کوم مشخصه ډله یا سړي پوري مربوط نه دی، په یوه امر شل والیان بدل شي او نور د هغوی پر ځای وټاکل شي.نو په داسې تحریک به د یو تن شهادت څه اغېز وکړي؟
خو تاریخ لګیا دی جوړېږي، هره ورځ یې یوه پاڼه لیکل کېږي، تر اوسه تاریخ دا لیکلي چې افغانان دوې ډلې دي، یوه ډله د انګرېزانو رهبران دي، ساتونکي یې دي، خیاطي ورته کوي، د خپل ورور کور ور په ګوته کوي چې بمبار یې کړه، ترهګر دي، بمبار ته زمینه ورته برابروي او په بدل کې ډالر آخلي.
او بله ډله داسې ده چې باګرام او پلچرخي یې ورباندې ډک کړل، په ډیزي کټر او فاسفورس بمونه یې وسوځول، جسدونه یې په موټرونو پسې کش شول،کورونو یې ورته لوټې لوټې کړل، په میاشتو میاشتو په خپلو کورونو کې بند شول، په کلونو بازار ته نه لاړل، په سخت ژمي ګرم اوړي کې یې په غرو او لیرې پرتو دښتو کې شپې سبا کړي، خو انګریزانو ته یې سر ټیټ نه‌کړ.
راتلونکي کې به د تاریخ په پاڼو کې و وینو چې یوه ډله افغانان وو چې په وطن کې یې د انګرېزانو اډې غوښتې تر څو چې د ډالرو چینه روانه وساتي او بلې ډلې په همدغو اډو کې سرونه شیندل، د خپلو هډوکیو نه یې چري او غوښو نه باورت جوړل کړل،کورنیو یې آخري دیدن هم ونه‌کړ او جسدونه یې هم ورک شول .خو د اسلام او افغانیت د غیرت او مېړانې تاریخ یې ژوندی وساتو.