وروستیو پېښو ته یو ځغلنده نظر

عابد مجاهد یوڅوک چې څلوېښت کاله د زبرځواکونو په جګړه ، نړیوالو ننګونو او چیلنجونو کې تېر کړي، شاید له لاس اوګرېوان لوبو او ننګونو سره په ژبه ښه پوه شي همدا وجه به وي چې ناخوالې یې دومره اوږدیږي، ځکه نه سازش کوي اونه په جګړه کې ماتې خوري . داشغال په وړاندې روان […]

عابد مجاهد

یوڅوک چې څلوېښت کاله د زبرځواکونو په جګړه ، نړیوالو ننګونو او چیلنجونو کې تېر کړي، شاید له لاس اوګرېوان لوبو او ننګونو سره په ژبه ښه پوه شي همدا وجه به وي چې ناخوالې یې دومره اوږدیږي، ځکه نه سازش کوي اونه په جګړه کې ماتې خوري .

داشغال په وړاندې روان مقاومت چې اوس یواځې طالبان نه! بلکې ټول مسلمان افغان ولس په برکې نیسي له دغې پوهې او ځیرکتیا برخمن دی .

له تېرو څو میاشتو راهیسې دمذاکراتو ترڅنګ په هیواد کې بېلابېل حرکتونه، پېښې او بدلونونه هغه ننګونې او چیلنجونه دي چې دغه مقاومت ورسره په آزموینه کې مخ دی او ډېری یې په دې موخه رامنځته شوې چې مقاومت پکې له پښو وغورځول شي او حیثیت یې له منځه ولاړ شي .

مخامخ خبروته دامریکایانو حاضرېدل اوله هغو سره دمذاکراتو جریان لاهم په داسې حال کې دی چې قاطعانه نظر ورباندې ورکول ګران برېښي، ولې ورسره په څنګ کې ځینې داسې جریانونه او پېښې هم موازي په کار اچول شوي چې دغه جریان ته نه صدق او بدې ارادې ترې فهمول کیږي، چې په ټوله کې ترې خبرېدل او ځیرکتیا ورته ډېره اړینه ده، ځکه به نو دخبرو اترو په جریان له څه ویلو تېر شو او په دغو پېښوبه یوڅه راتم شو .

شاید ډېر خلک یې تصادفي پېښې او یایې بېرته له مقاومته وبولي، خولکه یادونه چې وشوه له اشغاله دخپلواکۍ ولسي مقاومت لا له وړاندې په تجربه پوخ دی او د دې ټولو ننګونو په وړاندې ډېر په پاخه تدبیر او سړه سینه مبارزې ته دوام ورکوي .

مونږ وینو چې پرعامو ولسي وګړو بمبار او چاپو زور نیولی، ډله ایزې هدفي وژنې کیږي اوترټولو مهمه لاداچې دشعیه او سني ترمنځ داور بلولو ډېرې رسوا هڅې او په زورکې تبلیغات کیږي، دمیلاد پرغونډه برید او دجاغورۍ او مالستان جګړو تبلیغات یې بېلګې بللی شو .

دغه راز مذهبي اختلافات راپورته کول اوپه فروعي مسایلوکې نه توافق ته دومره هوا ورکول چې اصول پکې نه یواځې هېر وي، بلکې ترپښو لاندې کیږي، داهم ددې هڅو یوه بله لړۍ ده چې باید ټول افغانان اوپه تېره مجاهدین ورته ډېر متوجه وي .

دې کې اوس هیڅ شک نه شته چې امریکایانو په افغانستان کې ماته خوړلې او دتېښتې لار لټوي اوکه څوک شک کوي، نو تر اوولسو کلونو اوږدېدل په خپله ددې جګړې ناکامي او ماته ده، ولې بیاهم دښمن هڅه کوي اولکه اوبو اخیستی کس دځان دنجات لپاره داوبو ځګ ته هم لاس اچوي، په هیواد کې ډله ایزې بې رحمه وژنې او دشیعه او سني ترمنځ نفرتونو ته لمن وهل او اورونه بلول دهمدې هڅو نتیجه ده ، هره هغه پېښه او ناورین چې هیڅ سابقه یې دلته نه لیدل کیږي اودهیواد په لر اوبر کې رامنځته کیږي، دا د دښمن هغه پټ او ښکاره لاسونه دي چې دځان دنجات او لار لټونې لپاره یې یوې او بلې خواته اچوي .

دوی فکر کوي شاید دلته هم دعراق په څېر نتیجې په لاس ورشي،  نو په عین ډول یې لومړی دشیعه افغانانو په مرکزونو، تکیه خانو، ورزشي کلپونو او غونډو کې چاودنې ترسره کړې، ترڅو یوډول عقده او دمحرومیت احساس  خپل کړي او په عین وخت کې ورسره دمحرومیت دغږ داوچتولو په وخت کې بیا دغه غږ تربل هرچا دوی  ډېر بدرګه کړي، په دې توګه به هغوی لا مسلح اودخپل سرۍ لارې ته سیخ شي چې په نه خبره به له وسلو سره راوتلي وي  په تېره بیا چې یوڅه نور شنه څراغونه هم ورته بل شي .او ورو ورو به دبل هر هغه نظام په وړاندې خنډ وي چې له دې وروسته رامنځته کیږي.

خوله دې ټولو سره سره امید بښونکي دوه دلیله شته چې دښمن په دې هڅه کې هم ناکام دی او کومه لاسته راوړنه نه شي لرلای ان شاءالله . ترټولو عمده او هیله من فکتور داده چې راتلونکی قاطع اکثریت، وړ، مستحق او مؤثر جهت (طالبان) که په هر ډول رامنځته کیږي، دشیعه او سني ترمنځ  د ښه ارتباط او ګډ ژوند ترټولو ښه تجربه لري چې دغه ډول لاسوهنې او پارونې به یې له مسیرنه وانړولی شي .

بل داچې زمونږ اهل تشیع وروڼه هم افغانان دي او له افغاني غیرت څخه برخمن دي لکه دنور کله په شان به هیڅکله بیاهم په دغو لمسونو خطا نه شي او دغلامي کړۍ به په هیڅ ډول غاړې ته وانچوي .

نتیجه بېرته دامریکایانو او اشغالګرو په زیان تمامیږي، یواځې دومره ده چې افغانان یوڅه بیدار او ځیرک ووسي چې یوخو په هر لحاظ هره ناسته ولاړه او تجمع کې دځان ساتنې په خاطر ډېر پام وکړي اوبل داچې ، دتبلیغاتو په ډګر ډېر ژر په چاپسې ولاړ نه شي، بلکې ترهرڅه مخکې خپل فکر ډېر په کار واچوي اوپه شعارونو تېر نه وځي