ملا عبدالمنان داکبر خان او ایوب خان پر پلونو

لیکوال: سید شریف دګڼو رسنیو سرخط دی چې دهلمند لپاره دطالبانو والي ملا عبدالمنان اخنددیرغلګرو په ډرون حمله کې شهید شوی. دملا عبدالمنان دفراق خبر دردونکی دی،ځکه نوموړي ددین او وطن په ننګه ډيرې ستړیاوې او بې خوبۍ وزغملې، په پوره متانت، شجاعت او تدبیر سره یې دیرغلګرو ډیرې حربې او حملې شنډې کړې او […]

لیکوال: سید شریف

دګڼو رسنیو سرخط دی چې دهلمند لپاره دطالبانو والي ملا عبدالمنان اخنددیرغلګرو په ډرون حمله کې شهید شوی. دملا عبدالمنان دفراق خبر دردونکی دی،ځکه نوموړي ددین او وطن په ننګه ډيرې ستړیاوې او بې خوبۍ وزغملې، په پوره متانت، شجاعت او تدبیر سره یې دیرغلګرو ډیرې حربې او حملې شنډې کړې او دافغان ولس دخپلواکۍ ګټلو روانې جګړې بیرغ یې رپاند وساته.
هلمند کې جهادي مقاومت دملا عبدالمنان په مشري ددغه ولایت له ۹۵ سلنې یرغلګر او حکومتي ځواکونه وشړل. پرمفتوحه سیمو یې ولکه داسي ټینګه کړه چې داشغالګرو او حکومتي قواوو دپرله پسې پراخو هوایې او مځکنیوعملیاتو سربیره یې هم یوه لویشت شاتګ ونه کړ. ملا منان ددښمن په منځ کې هم ډير نفوذ درلود، په مرکز لښکرګاه کې یې ډير داسي تکتیکي بریدونه وکړل چې دښمن ته یې خوار درنې ضربې ورکړې.
دوه کاله وړاندې یرغلګرو هلمند کې دطالبانو\ مقاومتي جنګیالیو دځپلو په موخه جنرال جبار قهرمان اوپراتیفي مشر او عمومي قوماندان وټاکه. جنرال قهرمان دسنګوریانو په نوم دملېشو یو بدنام بانډ هم جوړ کړ، سنګوریانو دیرغلګرو په هوایې او تسلیحاتي ملاتړ دطالبانو پر ضد ډيرې جګړې وکړې،خو نه یوازي داچې کومه سیمه یې له طالبانو ونه نیوله، بلکې په هر برید کې لسګونه سنګوریان له منځه یووړل شول.
جبار قهرمان په پرله پسې ډول ملا منان ته ګوتڅنډنې کولې، ملا منان ته په اشاره به یې ویل د شاه له خوا به داسي ګوزار درکړم چې بیا به راپورته نشې او ای خلکو تاسي به ډیر ژر هلمند کې یو لوی بدلون ووینئ،خو دوې میاشتې وړاندې د ملا منان په یوه طرحه کړې چاودنه کې دسنګوریانو مشر کمونست جنرال جبار پر ملامنان د ګوزار او هلمند کې د یو لوی بدلون ارمان ګور ته یووړ.
ملا منان دوزیر اکبر خان او ایوب خان پر پلونو
دافغان- انګریز په لومړي جنګ کې افغان غازیانو دوزیر اکبر خان په مشري،۱۶ زره انګریزان ووژل، یوازي یو افسر یې برایډن ژوندی ولاړ او دخپلې لویې ماتې داستان یې ترانګریزي پلازمینې ورساوه. په دوهم افغان- انګریز جنګ کې ایوب خان میوند کې زرګونه یرغلګر انګریزان ووژل او دهغې امپراتورۍ له خېټې یې دافغانستان دتسخیر بادونه او خیالونه وایستل چې لمر نه پکې ډوبیده.
ملامنان هغه اتل و چې یوویشتمه پیړۍ کې یې دافغان- انګریز+ امریکې او…. صلیبي جګړه کې زرګونه یرغلګر پوځیان مردار او ټپیان کړل.هلمند کې دملامنان په مشري مقاومت دیرغلګرو امریکایانو او برتانویانو زور اوبه کړ. لسګونه زره یرغلګرو عسکرو په یوه وخت هلمند کې دطالبانو \ مقاومت کونکوپر ضد عملیات ترسره کړل، خو هر ځل له پوره تلفاتو او زیانونو سره بیرته خپلو اډو ته وتښتیدل. دملا منان تر قوماندې لاندې افغان غازیانو یرغلګرو انګریزانو او امریکایانو ته خورا ستر ځاني او مالي تاوانونه ورسول. آن داچې انګریزانو دهلمند یوه ولسوالي( سنګین) له دوزخ سره تشبیه کړه او سنګین یې لومړۍ نړیواله جګړه کې د تلفاتو له امله دستالینګراد سره مشابه او سنګینګراد ونوماوه.دیرغلګرو داعتراف په اساس هلمند کې تر زر ډير اشغالګر وژل شوي دي.
اشغالګرو او کابل رژیم دملا منان دله منځه وړلو، ترور او جرحه کولو ډیرې هڅې وکړې، خو په پرله پسې ډول له ناکامۍ سره مخ شول. سي آی اې،ایم،آی ۶ او دکابل ادارې استخباراتو پرله پسې زحمت وکیښ چې ملا منان دطالب مشرتابه څخه ناراض وښیې، دنوموړي په نامه یې ډيرې جعلي اعلامیې خپرې کړې،خو ملا منان به هر ځل ددښمن پروپاګند په خپل ږغ سره مسخره کړ.
ددښمن له لوري دهمدې ډول یوې اعلامیې په اړه ملامنان دالاماره له خبریال سره یوه مرکه کې وویل چې: «نه یوازي داچې زه دامارت\ دمقاومت له مشرتابه څخه ناراض نه یم، بلکې که بل څوک دامارت خلاف څه کوي، اول به یې په خبرو له دې کاره راګرځوم، کنه په زور به یې دامارت له مخالفت څخه منع کوم.»
ملا منان غیرتمن، متواضع،دمشرتابه داوامرو فرمانبردار او د دښمن په ټکولو کې خوار تکتیتکي مشر و. له دین او وطن سره دملا منان پر اخلاص، غیرت، مدیریت او هوښیارۍ یې دښمن هم اقرار کوي.
دملا منان مشهوره وینا ده:« دامې ارمان دی چې وینه مې دالله تعالی په لار کې وبهیږي او دده عز وجل په لار کې ټوټې ټوټې شم.»
دملا منان ارمان پوره شو، ددین او وطن څخه ددفاع په لار کې یې ځان قربان کړ،ملا منان له فاني دنیاګۍ دابدیت په لور وکوچید،ملا منان په داسي ډول له موږه ولاړ چې دکایناتو خالق جل جلاله یې په اړه فرمایې ، مړ یې مه بولئ، ژوندی دی، صرف تاسي نه پرې پوهیږئ.
ملا منان ټول ژوند دخدای جل جلاله په لار کې تېر کړ او پای یې دهمده جل جلاله پرخوښ کړي دین( اسلام) خپل سر نذرانه کړ.
که څوک جرئتمندانه اعتراف کوي او یا په عارفانه تجاهل سره زموږ دویاړمن تاریخ دمسخه کولو هڅه کوي،دا یو واقعیت دی چې شهید ملا عبدالمنان اخند دافغان ملت ویاړ دی، دیرغلګرو او وطن پلورونکو د سترګو خار و،او دافغانستان دخپلواکۍ یو ریښتنی اتل و.
الله تعالی دې دملامنان او ټولو شهیدانو دوینو او زحمتونو په برکت ژر تر ژره ګران افغانستان ازاد او د یو اسلامي حکومت څخه برخمن کړي. امین