له ګاونډیانو سره دطالبانو اړیکې

سید شریف:  طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې:  د پاکستان په رسمي بلنه یې یو سیاسي پلاوی پاکستان ته ځي، ټاکل شوې  همدا هئیت به د لومړي وزیر عمران خان سره  ګوري او د افغان  مهاجرینو او  سوداګرو پر ستونزو  به دپاکستاني چارواکو سره  خبرې کوي. دطالبانو په اعلامیه کې […]

سید شریف:

 طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې:  د پاکستان په رسمي بلنه یې یو سیاسي پلاوی پاکستان ته ځي، ټاکل شوې  همدا هئیت به د لومړي وزیر عمران خان سره  ګوري او د افغان  مهاجرینو او  سوداګرو پر ستونزو  به دپاکستاني چارواکو سره  خبرې کوي. دطالبانو په اعلامیه کې داهم ویل شوي چې طالب هئیت به  د فبروري  په ۱۸مه پاکستان کې دامریکایې هئیت سره هم وویني.

دامریکایي اشغال پر ضد دطالبانو اتلس کلن جهادي مقاومت  طالبان په نړیواله کچه  مشهور او مطرح کړل. نړیوال، سیمه ییز او ګاونډي هیوادونه له طالبانو سره اوس په اړیکو درلودو ویاړي، رسمي بلنې ورکوي، آن ځیني رقیب هیوادونه خو دطالبانو دکوربتوب پر سر خپلمنځي  سیالۍ کوي.

یرغلګرو او کابل حکومت  ډيرې منډې او هڅې وکړې چې طالبان سیمې او نړۍ ته جدي خطر معرفي کړي. افغانستان کې یې دشلو وسله والو ډلو دفعالیت اوازې خپرې کړې، موخه یې داوه چې له یوې خوا افغانستان کې خپل ناروا شتون اوجبر توجیه کړي او له بلې خوا له سیمې او نړۍ دشلو ډلو؟؟؟ (طالبانو) پر ضد سیاسي او نظامي ملاتړ  ترلاسه کړي، خو طالبانو په خورا هوښیارۍ سره  په سیاسي میدان کې هم دښمن ته داسي څپېړه ورکړه چې لار یې ځني ورکه کړه.

 طالبانو یوازي تېر کال  ماسکوه، بیجینګ،تهران، تاشکنداو…..  ته سفرونه کړي، هلته یې دکوربه هیوادونو سره دافغانستان پر روان  جیو ستراتیژیک او جیو پولیټک وضعیت بحثونه کړي. خپله داعیه یې توضیح کړې او په ډاډ سره یې ویلي  چې افغانستان به  دهیچا پر ضد نه کارول کیږي.

په ټوله کې طالبانو په خپلې فعالې ډیپلوماسۍ سره  دافغانستان داشغال اجماع دړې وړې کړه، له ګاونډیانو او هغو سیمه ییزو هیوادونو سره یې اړیکي ټینګ کړل چې په نړیواله سطحه په نظامي، سیاسي او اقتصادي ‌ډګرونو کې حساب پرې کیږي او  دملګرو ملتونو دامنیت شوری دایمي غړي دي.

طالبانو ته اوس په حکومتي کچه رسمي بلنې ورکول کیږي، خارجه وزیران او دباندنیو چارو لوړ پوړي چارواکي یې تود هرکلی کوي. وروسته دطالبانو ورتګ اعلانوي او په دې خوشحال وي چې  طالبان روابط ورسره لري. پخوا چې به دکوم  هیوادچارواکي دطالبانو نوم اخیست، په ښکنځلو به یې پیل کړ،خو اوس  لومړی خوله بورش کوي، بیادطالب نوم  ذکر کوي.

داچې پاکستان طالبانو ته رسمي بلنه ورکړې او طالبانو منلې، لوی پرمختګ دی، ځکه پاکستان  مو هغه ګاونډی دی، چې تر نورو همسایګانو اوږده پوله ور سره لرو او ګڼ تاریخي، مذهبي او فرهنګي مشترکات ورسره لرو. زلمی خلیلزاد او اشرف غني دامریکایي ګټو دساتنې او اشغال دپایښت په موخه دپاکستان  په ګډون هره خوا منډې وهي. طالبان هم باید له نړۍ په تېره ګاونډ سره ښه اړیکې جوړ کړي او داشغال دخاتمې لپاره  لا ډیر سیمه ییزه ملاتړ  ورخپل کړي.