فاتحو طالبانو ته!

فاتح افغان: د لوی الله په ځانګړي فضل او د مجاهد ولس د بې ساري قربانيو په برکت د هيواد په لر او بر کې د فتوحاتو لړۍ په تيزۍ سره روانه ده، په لسهاوو ولسوالۍ، بيسونه، کنډکونه او پوستې د طالب مجاهدينو لاس ته وغورځېدې. د کابل ادارې په زرهاوو عسکرو د طالبانو په […]

فاتح افغان:
د لوی الله په ځانګړي فضل او د مجاهد ولس د بې ساري قربانيو په برکت د هيواد په لر او بر کې د فتوحاتو لړۍ په تيزۍ سره روانه ده، په لسهاوو ولسوالۍ، بيسونه، کنډکونه او پوستې د طالب مجاهدينو لاس ته وغورځېدې.
د کابل ادارې په زرهاوو عسکرو د طالبانو په وړاندې خپلې وسلې په زمکه کيښودې او د طالبانو له لوري يې هم ښه تود هرکلی وشو، په دې توګه په سلګونو زغروال، رينجر او نقليه وسائط، په زرهاوو ميله سپکه او درنه وسله او بې شميره مرمۍ طالبانو ولجه کړې.
دا چې د دغو فتوحاتو په ترڅ کې پراخه اراضي او سيمه د طالبانو تر حاکميت لاندې راغله ورسره فاتحو طالبانو ته يو لړ مسووليتونه هم راجع کيږي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سپيڅلي سيرت په رڼا کې لنډه کتنه ورته کوو.

امنيت تامينول:
طالب مجاهدين مسووليت لري د مفتوحه سيمو امنيت تامين کړي ترڅو يې اوسيدونکي د خپلو ځانونو، مالونو او نواميسو د خونديتوب احساس وکړي او له هر ډول خطر او ډار پرته ژوند وکړای شي.
له حضرت انس رضي الله عنه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ترټولو ښائسته، ترټولو خلکو زيات سخي او ترټولو زيات زړور و، يوه شپه په مدينه منوره کې د څه ډار اوازه شوه، خلک د ږغ لوري ته لاړل، چې ګوري رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه لوري راروان دی او له ټولو وړاندې هغه ځای ته ځان رسولی و، او خلکو ته يې د ډاډ په خاطر ويل: چې هيڅ د ډار خبره نشته، مه ويريږئ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابو طلحه په لڅ آس باندې سپور و چې زين پرې نه و اچول شوی، په غاړه مبارکه کې يې توره وه او ويل يې چې دغه اس خو دسمندر په څېر تېز او نرم مزل کاوه. رواه البخاري.
دغه حديث ته په کتو د فاتحو مجاهدينو مسووليت جوړيږي چې له هر ډول ګواښونو او خطرونو څخه د مفتوحه سيمو د خوندي ساتلو لپاره اقدامات وکړي.

د فقر او بې کاري له منځه وړل:
څرنګه چې د امريکايې زبيښاک او مسلسلو جګړو له امله د افغان ولس په ځانګړې توګه د کليوالي سيمو د اوسیدونکو اقتصاد ځپل شوی، په چاپو کې يې کورونه په بمونو الوزول شوي، کښتونه او څاروي يې بمبار شوي، خلک بې کاره شوي، ډيرې کورنۍ د فقر له کرښې لاندې ژوند تيروي، کور په کور کونډې او يتيمان دي.
اوس چې د الله په فضل د امريکايې اشغال او د مفسدو چارواکو لمن د هيواد له ډيرې برخې ټوله شوې د ولس اقتصاد ته وده او پياوړتيا ورکول هم د اتلو طالبانو مسووليت دی، دوی بايد هلې ځلې وکړي ترڅو په ولس کې هيڅوک وږۍ ويده نشي.
هوکې! دا د اسلامي حکومت وجيبه ده او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارک سيرت کې په دې اړه ډيرې بيلګې موندلی شو.
منذر بن جرير له خپل پلار څخه روايت کوي چې موږ سهار مهال له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره و، هغه وايې داسې خلک راغلل چې پښې ابله و او پوره کالي يې نه لرل رنګه څادرونه يې څېرې کړي و او ځان ته يې ترې کميسونه جوړ کړي و، تورې يې په غاړو وې، زياتره يا ټول د مضر قبيلې خلک وو، په دوی باندې د لوږې د آثارو د ليدلو له امله د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخ مبارک تغير وکړ، کور ته ننووت بيا راووت بيا يې بلال ته امر وکړ هغه اذان وکړ بيا يې اقامت وکړ بيا يې لمونځ ادا کړ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا وکړه او دا آيتونه يې ولوستل:
{يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً }النساء1
ژباړه: ای خلکو، له خپل هغه رب څخه وويريږئ چې له يوه نفس (آدم عليه السلام) څخه يې پيدا کړي يئ او له هغه څخه د هغه بي بي (حوا) هم پيدا کړې او له دوی دواړو څخه يې ډير نارینه او ښځې په زمکه کې خواره واره کړي دي، له هغه الله څخه وډار شئ چې تاسې يې په نوم له يو بل څخه غوښتنې کوئ او د خپلوي له پرې کولو څخه وويريږئ بې له شکه الله تعالی ستاسې د اعمالو څارونکی دی.
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ }الحشر18
ژباړه: ای مومنانو، له الله پاک څخه وډار شئ او يو نفس دې وګوري چې د سبا (قيامت) لپاره يې څه ليږلي دي او له الله تعالی څخه وډار شئ بې له شکه الله جلا جلاله ستاسې په عملونو خبر دار دی.

بيا يې وفرمايل:
څوک که دينار خيراتولی شي خيرات دې کړي، د چا چې درهم، جامې، يو اوږۍ غنم، يو اوږۍ کجورې صدقه کولی شي صدقه دې کړي، تردې چې ويې فرمايل: که څوک نيمه خرما هم صدقه کولی شي صدقه دې کړي.
راوي وايې: د انصارو يو سړي داسې غټه هميانۍ راوړه چې په لاس کې نه ځاييده، بيا خلکو مسلسل مرستې راوړلې، تردې چې د خوراک او جامو دوه انباره جوړ شول، تردې چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخ مبارک وليد چې له خوشالۍ په پړکيدو شو……. متفق عليه
نورې نمونې هم په احاديثو کې شته موږ د اختصار په منظور په همدې يوې باندې بسنه وکړه…رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو د اقتصاد په پښو درولو لپاره هغوی ته د کار زمينه مساعده کړې، تجارت او کسب او کار ته يې هڅولي، د زراعت او نيالګيو کښينولو فضايل يې ورته بيان کړي، د ودې او پرمختيا لپاره يې مشورې ورکړي، د مدينې منورې ميوو او غلو د برکت لپاره يې دعاوې کړي، لنډه دا چې له هرې ممکنې لارې يې د اقتصاد د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کړي.
بناء دا په اسلامي امارت باندې د افغان ولس حق دی چې د اقتصاد د پياوړتيا لپاره يې خپل ټول توان په کار واچوي، له خارج څخه مرستې راجلب کړي، بډای افغانان له بې وزله هغو سره مرستو ته وهڅوي، ځوانانو ته په هيواد کې د کار زمينه مساعده کړي، د اقتصاد او زراعت پوهو افغانانو له مشورو ګټه واخلي، او په ټوله کې د افغانستان د اقتصاد په پښو درولو لپاره لنډمهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتيب او ولري.