عالیقدر امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد (رحمه الله) یو متواضع او خواخوږی انسان وو

 ملا خبیراحمد مجاهد مرحوم عالیقدر امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد (نورالله مرقده) ما څلور ځله له نیږدي لیدلی وو، ملاصاحب مبارک دوه ځله لوګر ولایت ته له کندهار څخه سفر کړی وو، داهغه وخت وو چې طالبانو کابل لا نه وو نیولی، ړومبی جنګي کرښه دچهار اسیاب دسنګ نویشتي او ریشخورو په غرونو او غونډیو باندي وه، […]

 ملا خبیراحمد مجاهد

مرحوم عالیقدر امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد (نورالله مرقده) ما څلور ځله له نیږدي لیدلی وو، ملاصاحب مبارک دوه ځله لوګر ولایت ته له کندهار څخه سفر کړی وو، داهغه وخت وو چې طالبانو کابل لا نه وو نیولی، ړومبی جنګي کرښه دچهار اسیاب دسنګ نویشتي او ریشخورو په غرونو او غونډیو باندي وه، اول سفر خو یې دلوګر او چهاراسیاب له نیولو ورسته غالبا دوه دری میاشتي بعد وه، دوهم راتګ یې بیا له اول سفر څخه څلور پنځه میاشتي ورسته وو، په دواړو سفرونو کې ملاصاحب دچهار اسیاب او میدان شهر دړومبو کرښو له قومندانانو او مسؤلینو سره ګډ مجلس اوسلا کول وو، چې په څه ډول کابل ښار ولکه کړل شي،

چون په هغه وخت کي خاص مسؤلیتونه نه وو نو زه هم دلوګر ولایت په مقام کې اوسیدم او له نورو ملګرو سره کوم خدمت به چې دمشرانو له لور ي راسپارل کیده هغه به مو په ورین تندي په مخ بوو، ملاصاحب چې دواړه ځله لوګر ته تشریف راوړ دخدمت سعادت يي زمونږ دملګرو په غاړه وو

دغه راز د ملاصاحب دلیدلو، روغبړ او یو څو کلماتو موقع الله تعالی دوه ځله په کندهار کې راپه برخه کړه، چې یو ځل دوالي په کوټی کې په دغه ورځ مولنا حسن جان رح هم راغلی وو او ملاصاحب ورسره ملاقات درلود، بل ځل له هرولایت څخه دری دری تنه جید علمای کرام کندهار ته دقضايی مجلس لپاره غوښتل شوي وو، زه دلوګر ولایت له دریو تنو جیدو علمای کرامو سره دهغوی دخدمت لپاره ورسره ملګری وم، په نوموړي مجلس کې مي هم ملاصاحب له نیږدي ولید

مرحوم ملاصاحب، چې په اول ځل لوګر ته راغی هلته شهید ملایارمحمد اخند والي وو دوهم ځل چې کله راغی نو بیا مولوي عبدالکبیر صاحب دلوګر والي وو

دواړه واره یې لوګرته دراتللو هدف په چهاراسیاب اومیدان ښار په جنګي کرښوکې دموجودو پوځي قومندانانوسره دکابل ښار دنیولوپه لاروچاروله نیږدي مشوره کول وو

لوګر ته له دوهم ځل او مجلس ورسته چې غالبا ۲۴ ساعته به یې تیر کړي وي کندهار ته ته د بیرته ستنیدا اراده وکړه، نوابتدايي حالات وو په ټول لوګر ولایت کې دوه که دری موټره وو، یعني خپله والي صاحب هم خاص موټر نه درلود، ملاصاحب دلوګر دهغه وخت والي مولوي عبدالکبیرصاحب ته وویل چې یوڅوک راسره ولیږه چې یو (بایفور) موټر په لاس ورکړم اوکار ترینه اخله، والي صاحب ورسره یو زه او یو بل تن (مولوي امیرالله) چې د لوګر ولایت وو له ملاصاحب سره ملګري کړو،

ملاصاحب له خپلوملګروسره نیږدي پنځه شپږ ساته لوګر کي دهلیکفتر لپاره انتظار وکړ چې له کندهار څخه به راشي، خو رانغله، غالبا کومه هلیکفتر چي راتله هغي ته څه تخنیکي عوارض په لاره کي پیښ شوي وو که بل څه ستونزه وه، بالاخره ملاصاحب تصمیم ونیو چې دځمکي له لاري ولاړشي، نو شهید ملارحمت الله چې دملاصاحب دروسانوپه خلاف دجهادملګری وو اوپه چهاراسیاب کې یې سوونه غښتلي ملګري لرل ورته یې وویل چې ته به دي دوه بایفورونه مونږ ته پریږدي ترڅو مو کندهار ته ورسوي، څرنګه چې شهیدملارحمت الله دملاصاحب دطالبی او جهاد دوخت نیږدي ملګری پاتی شوی وو، په دغه وخت کې یې یو څه طبع خوشي هم ورسره وکړه، ملارحمت الله ورته وویل ته چې زمونږ بایفورونه بیايي، نو مونږ تر چهاراسیاب په څه شي ولاړ شو، ملاصاحب ورته وویل هغه په ډمبر (سرک) باندي کرايی موټران ځي راځي پکښي سپاره سی او زان تاوانیان کړی، نورو مسؤلین هم هلته ولاړ وو، لکه شهید ملا دادالله، شهید ملابورجان، ملاعبدالرزاق، شهید ملامشر هریوه ملاصاحب ته ویلي چې مونږ به بایفوران درته پریږدو، خو ملاصاحب دشهید ملارحمت الله بایفورونه خوښ کړل

بالاخره له لوګر ولایت څخه دتنګي وردګو په لاره کندهار ته روان شولو، لاره هم سخته خرابه، کنډر کنډر وه، ددوړو او ګردونو خو پوښتنه مکوه، لوګري ملګري ته مي وویل چې ترکندهار پوري به په دې دوړو کې مړه شو، دملاصاحب خپل محافظین هم لس دولس نفره وو کله چې له تنګي ووتو بایفورونه ودریدل دوه نفره طالبان له شا سیټه راښکته شول، ما او دابل ملګري ته یې راغږ کړل چې له باډی راښکته شی، سیټ ته راشی، مونږ لږ ځان ټینګ کړ چې نه همدلته ښه یو خوشحاله یو، په دې وخت کې ملاصاحب راښکته شو وي ویل وروره راښکته شی، نوبت مو ده، لاره خرابه ده تریوځای به سیټ کې کښینی بیا به دانور ملګری کښیني، بالاخره ورښکته شولو،

لوګري ملګري ته مي داسې اوار وویل چې بیا ونه وايی سړی ګوره عدالت کوي کنه په باډی کې به له اخ ټوخه لویدلي وای، ځه مزل وشو دوردګو سالارو سیمي ته چې ورسیدو دملاصاحب کوم ملګري غږ کړ چې په دغه هوټل کې دغرمي ډوډی وخورو، ملاصاحب ورته وویل سمه ده ورتاو شی اول مو دماسفښین لمونز وکړ، بیا هوټل ته ورغلو، کله چې ډوډی خلاصه شوه، الله مي دی غاړي نه بندوي زمونږ دټولو اویازره افغانی شوي که پنزه اویازره، خزانه دارچې (ملاګل اغا) وو جیب ته لاس کړ، پیسي یې ورکړي ملاصاحب پري غږ کړل چې یو فنزه زره بالا ورکړه، کوم ملګري زیات شی نه وي راغوښتی، له هوټله چې راو تلو هوټل چي ته مي داسي په ارام وویل چې داکس څوک وو، چې وي ویل پنزه زره زیاتي ورکړه، هوټل والا وویل طالبان دی نو ر څوک دی ښه خلک دي، دلته ځي راځي زمونږ حق نه خوري، لدي وړاندې دلته دتنظیمونو قومندانان وو هم به یې مفته ډوډی وخوړه اوهم به یې کنځلي راته کولي چې سم خواړه نه راکوی

لدې ځایه چې روان شو لږ مزل به مو کړی وو چې دکندهار له خوا هلیکفتر راغله، مونږ چې هرڅومره څادرونه ورته وښورول چې دلته یو، خو هلیکفتر چیرته لاندي کتل، لوګر ته یې ځان ورساوه، هلته ورته ویل شوي وو چې دوی دځمکي له لاري روان دی، هلیفکتر په پنځه پاوه کې بیرته زمونږ له سره تیره شوه، په دې وخت کې مونږ هم غزني ښار ته نیږدي شوي وو، هلیکفتر دغزني دهوايی میدان خواته تاو شوه او هلمته زمونږ لپاره کیناسته، مونږ هم ور ورسیدلو، ور وختلو، ماسخوتن اذانونه به شوی وو چي، دکندهار هوايي ډګر کې ښکته شولو

داسلامي امارت شهيد زعیم محترم منصور صاحب (رحمه الله) په هغه مهال دهوايی ډګرونو مشر وو، د ملاصاحب مخ ته راغی ستړي مشي یې ورته وویله، ملاصاحب ورته وویل چې زه کندهار ښار ته ځم، له ماسره دغه دوه میلمانه دي د لوګر د والي صاحب انډیوالان، د دوی خوشه ده چې شپه دلته میدان کې کوي که ښار ته راسره ځي، جناب منصور صاحب ورته وویل چې یا دلته به شپه تیره کړي سهار به یې بیا درولیږو که څه کار یې وو.

خوندوره شپه مو په میدان کې تیره کړه، سهار د محترم منصور صاحب په هدایت د هوايي میدان په پلانکوچ کي د ملاصاحب د کار ځای ته ور ورسول شو، کله مو چې حال ور ولیږه، چې مونږ راغلي یو، په لسو پنځلسو دقیقو کې یې ملاصاحب احکام راولیږل، د کندهار د انحصاراتو ریاست ته داسې لیکلي، (محترم حاجي اکا ته

السلام علیکم ورحمت الله

د لوګر د والي صاحب لپاره یو شه بایفور ورکړه!

لاندي د ملاصاحب لاسلیک وو

بیا انحصاراتو ریاست ته ورغلو ښه ډیر بایفورونه ولاړ، یو یې مونږ ته راکړ او له ځان سره مو را روان کړ.

نتیجه:

ما چې په ټوله لار مرحوم ملاصاحب ته کتل او د هغه یو یو حرکت مي څاره، درې حقیقتونه راته واضح او معلوم شول، اول داچې ملاصاحب سخت نرم مزاجه، حلیم او دترحم دیو ې لویي زخیري څښتن وو، په لاره به یې له خپلو ملګرو سره انتهايي خوږ برخود کاوه، داسې یې ځان باله لکه چې دهمدغو ۱۲ تنو ملګرو څخه یو دی هم دی، یعني هیڅ راز تفوق او امرانه لهجه یې نه درلوده،

دوهم، دملګرو دحلال خوراک فکر ورسره وو، چې مبادا کومه ګوله خوراک یې په هوټل کې زیات نه وي کړی، ضمنا یې دا درس هم ملګرو ته ورکاوه چې په خوراک اوڅښاک کې به پام کوي او هم به دعامو مسلمانانو دمال او حقوقو خیال ساتي

دریمه خبره داچې دسفر په اوږدوکي یي پرمونږ لدي امله زیات شفقت وکړ، دموټرله باډی څخه یې سیټ ته ښکته کړو اوبار بار یې راباندي غږ کاوه چې (دغت) ونکړي یعني خفه نشي، ترڅو مونږ فکر ونکړو چې ملاصاحب باندي صرف خپل نیږدي ملګري ګران اوصرف هغه پیژني او خدای مکړه انډیوالي پالي، بیا یې دکندهار په هوايي میدان کې ترهغو له مونږ روان نشو چې زمونږ خوښه یې نه وه معلومه کړي چې په میدان کې شپه کوي او که له ماسره ځي، له دغه دریمي خبري څخه مي مطلب داده دی چې داخبره خلکوته څرګنده شي چې ملاصاحب دڅه ډول مزاج او طبیعت څښتن وو، ځکه عمومي تاثر دادی چې ملاصاحب له چاسره خبري ډیري نکولي او پراخ طبیعت یې نه درلود، خو خبره برعکس وه

دایو مختصر یاداشت وو چې له ډیري مودي مي په ذهن کي وو چې راټولوم به یې او دملاصاحب دتل پاتو خاطرو په لړ کي به یې لیکم، چون وخت زیات وتلی، الله تعالی دي وکړی چې ذهن اوحافظي یاري راسره کړي وي

له متعال رب (جل جلاله) څخه ارزو لرم چي دمرحوم ملاصاحب ټولي کارنامي، جهادونه، کړاوونه او میړاني په خپل دربار کي قبولي وګرځوي اوپه عوض کې دي دجنت الفردوس اعلی مقامونه ورنصیب کړي او دده په لاس دجوړ او ولاړ اسلامي امارت بنیادونه دي نور غښتلی او دنوي زعیم حضرت شیخ صاحب په عمر، فکر او عزم کې زیات برکتونه کیږدي، امین یارب العالمین